جمعه, فبروري 6, 2026
Home+د سمندر تر اوبو لاندې ۱۲۰ ورځې، نړیوال ریکارډ

د سمندر تر اوبو لاندې ۱۲۰ ورځې، نړیوال ریکارډ

د روډیګر کوخ په نوم یو جرمن وګړی په پاناما کې د سمندر په غاړو کې په یوه کپسول کې ۱۲۰ ورځې واوسېد او په دې توګه یې تر اوبو لاندې د اوږدې مودې ژوند کولو نړیوال ریکارډ خپل کړ.

دغه ۵۹ کلن فضا انجینر (د فضايي چارو انجینیر)، له څلورو میاشتو وروسته له خپل ۳۰ متره کور څخه، چې په سمندر کې تر اوبو ۱۱ متره لاندې و، راوووت.

هغه له کپسول څخه له راوتلو وروسته په اوبو کې د شامپاین بوتل خلاص کړ، سګرېټ یې وڅکاوه، او بیا یې کارائیب سمندرګي ته ټوپ کړل. وروسته د یوې کښتۍ په وسیله وچې ته ولېږدول شو ترڅو په هغه جشن کې ګډون وکړي چې د دې ځانګړې بریا لپاره برابر شوی و.

ښاغلي کوخ تر اوبو لاندې د ژوند کولو پخوانی ریکارډ مات کړ. تر اوبو لاندې د اوسیدو مخکینی ریکارډ د امریکایي جوزف دیتوري په نوم و چې ۱۰۰ ورځې یې د فلوریډا په یوه ډنډ کې تر اوبو لاندې تېرې کړې وې.

ښاغلي کوخ له کپسول څخه تر وتلو وروسته د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «دا یوه حیرانوونکې ماجرا وه، او اوس چې پای ته ورسېده، تقریباً خوابدی یم. ما دلته له خپل وخت څخه په ریښتیا خوند واخیست.»

هغه تر اوبو لاندې له کړکیو د ورښکاره کېدونکو منظرو په اړه وویل: «کله چې هر څه ارام شي او تیاره شي او سمندر ځلیږي، دا ډېره ښکلا ده. دا هغه څه دي چې تشریح کول یې ستونزمن دي، باید خپله یې تجربه کړئ.»

تر اوبو لاندې د کوخ کپسول په مدرنو وسایلو سمبال و: یو تخت، تشناب، تلویزیون، کمپیوټر، انټرنیټ او حتی یو ثابت بایسکل یې لرل.

دغه کپسول له ساحل څخه ۱۵ دقیقې لیرې و، او د یو پایپ له لارې د اوبو له پاسه له یوې بلې خونې سره نښلول شوی و. دغه پایپ د خوړو رسولو او د یوه ډاکټر په شمول لیدونکو ته لاره برابروله چې له طریقه یې دی وویني. د ده د کپسول لپاره هغو لمریزو پینلونو یا تختو برېښنا برابروله چې د اوبو پر سر ځای پر ځای شوي وو.

ښاغلي کوخ تر اوبو لاندې د ژوند په اړه وویل: «هغه څه چې موږ دلته هڅه کوو وښیو دا دي چې سمندرونه په رښتیا د بشریت د پراختیا لپاره یو مناسب چاپېریال دی.»

د څلورو کمرو په وسیله د هغه ورځنی ژوند مستند شوی و، او په همدې وخت کې، د اوبو پر سر یوې ډلې د هغه رواني حالت څاره او ډاډ یې ترلاسه کاوه چې هغه هیڅکله د اوبو سطحې ته نه پورته کېږي.

د ګینس د نړیوالو ریکارډونو قضاوت کوونکې سوزانا ریس، وویل: «موږ داسې شاهدانو ته اړتیا لرله چې ۲۴ ساعته د ۱۲۰ ورځو لپاره د هغه څارنه وکړي او تایید کړي چې هغه تر اوبو لاندې و. دا ریکارډ په یقین سره یو له خورا عجیبو ریکارډونو څخه دی او د ډېرو هڅو اړتیا یې لرله.»

 کوخ چې د خپلې دې ماجرا لپاره د نولسمې پېړۍ د لیکوال جول ورن د ناول “تر اوبو شل زره فرسخه لاندې” له کپتان نيمو څخه الهام اخیستی و، په ټوله موده کې د دې ناول یوه کاپي تر اوبو لاندې د خپل تخت ترڅنګ ساتلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...