جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ټاپ پروژې د پیلولو لپاره د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان درې...

د ټاپ پروژې د پیلولو لپاره د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان درې اړخیزه غونډه

تاند (سې شنبه، د سلواغېې/ دلوې ۹ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د بریښنا د لېږد پروژې د پیل لپاره د لومړنۍ درې اړخیزې غونډې د جوړېدو خبر ورکړ.

دا غونډه د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت، د افغانستان برښنا شرکت، د ترکمنستان د انرژۍ وزارت او د ترکیې د “چالیک هولډینګ” شرکت د استازو په ګډون دایره شوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د درې واړو خواوو استازو د “ټاپ-۵۰۰” پروژې د عملیاتو د پیل په اړه خبرې وکړې. دغه پروژه د ترکمنستان د لوړ ولتاژ بریښنا د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو ته، او بیا پاکستان ته د غځېدو لپاره طرحه شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پروژه به د افغانستان د داخلي اړتیاوې د پوره کولو ترڅنګ د بریښنا د ټرانزیټ له لارې پاکستان ته د پام وړ اقتصادي ګټه هم ولري.

د طالبانو په وینا، د ترکمنستان د انرژۍ وزارت او د ترکیې د چالیک هولډینګ ګروپ مسوولانو په دې غونډه کې څرګنده کړه چې هغوی غواړي نه یوازې په افغانستان کې دې پروژې ته انکشاف ورکړي، بلکې دا پروژه خپل وروستي هدف یعنې پاکستان ته هم وغځوي.

د دې خبرو په دوام کې درې واړو خواوو پرېکړه وکړه چې د “ټاپ-۵۰۰” پروژې د تطبیق لپاره د تخنیکي کمیټې او سکرتریت په چوکاټ کې مذاکرات او اجرایي پلانونه پر مخ یوسي، ترڅو وروستي تړونونه او عملي نقشه بشپړه شي.

د افغانستان برښنا شرکت رئیس، عبدالباري عمر، د ترکمنستان د بهرنیو پروژو مسوول، مراد ارتیکوف، او د ترکیې د چالیک شرکت استازي، کریم اورس د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

عبدالباري عمر د دې پروژې د لومړنیو برخو د بشپړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او له ترکمنستان سره د اړیکو په لا پیاوړتیا یې ډاډ څرګند کړ.

د افغانستان برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، مراد ارتیکوف د ترکمنستان د بریښنا د لېږد پروژې په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...