سه شنبه, جنوري 21, 2025
Home+اتصال: له ډبرپېره تر مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي شبکو لنډ تاریخ

اتصال: له ډبرپېره تر مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي شبکو لنډ تاریخ

ژباړه او لنډیز: رحمت شاه فراز

معلومات په بشري تاریخ کې

معلوماتو ته چې د ټولنیز اتصال په سترګه وګورو، نو کولی شو، چې د بشري تاریخ په ګڼو اړخونه پوه شو. دغه ډول کتنه نه یوازې د نجوم شناسي تاریخي بریا راته تشریح کوي، بلکې د لا ډېرو مهمو شیانو په اړه هم راته غږېږي، لکه بایبل یا تورات. ممکن ډېر خلک نجوم شناسي په پام کې ونه نیسي، خو بایبل چې په تاریخ کې کوم لاس لرلی دی، هېڅ څوک ترې انکار نه شي کولی.

بایبل د بشري چارو او طبیعي پروسو په هکله ډېرې سختې جدي تېروتنې کړې دي. لیکوال په دې ځای کې د بشر د لومړنیو نسلونو پیدایښت، د هغوی د مهاجرتونو، د نوح طوفان په نتیجه کې د ټول بشر د ختمېدو او څو نورو برخو په هکله د بایبل تېروتنو ته اشارې کړې دي. په دې کې تر ټولو لویه تېروتنه د ساري ناروغیو یا وباوو په اړه ده، چې بایبل يې د بشري ګناهونو لپاره د اسماني سزا په توګه را پېژني او ادعا کوي، چې د دغه ډول وباګانو مخه په دعاګانو او مذهبي دودونو نیول کېدلی شي. خو په دې کې شک نشته چې وباوې د پاتوجنونو له کبله راځي او یوازې د روغتیايي مقرراتو په پلي کولو او د درملو او واکسینو په استفادې سره يې مخه نیول کېدلی شي. دې خبرې ته نن ورځ د پوپ په څېر مذهبي مشرانو هم غاړې ایښې ده. خو سره له دې چې بایبل د بشر د پیدایښت، مهاجرتونو او وباوو په اړه د واقعیت په انځورولو کې ډېره کمزورې دنده ترسره کړې، مګر د بیلیونونو خلکو په یو ځای کولو او یهودي او عیسوي مذهبونو په ایجاد کې يې خورا اغېزمن لاس لرلی دی. او هغسې چې د حجراتو یوه شبکه داسې کارونه کولی شي، چې یوه حجره يې ځانله نه شي کولی. دغه راز یوه مذهبي شبکه هم هغه کارونه کولی شي، چې یو فرد يې په تنها ځان نه شي کولی.

په پایله کې به ووایو، چې معلومات ځینې وختونه د واقعیت استازولي کوي او ځینې وختونه يې نه کوي. خو د وصلولو دنده همېش سرته رسوي او همدا يې اساسي ځانګړنه هم ده. نو کله چې موږ په تاریخ کې د معلوماتو کردار ارزوو، نو سيي ده، چې ځینې وختونه دا پوښتنه هم په ځای ده، چې معلومات په څه ډول د واقعیت ښودنه کوي؟ او آیا صحیح دي یا غلط؟ خو تر دې ډېرې مهمې پوښتنې دا دي، چې دغو معلوماتو خلک څومره ښه سره وصل کړي دي؟ او کومې نوې شبکې يې ایجاد کړې دي؟

د معلوماتو خام لیدلوری په دې ځای کې غلط دی، چې د ځواکمنو معلوماتي ټکنالوژیو په ایجاد سره به موږ د نړۍ ډېر حقیقي فهم ته ورسېږو؟ کله چې له ډبرپېره د سیلیکان تر عصره پورې په تاریخ کې معلومات را څېړو، نو یوازې په اتصال او وصلېدو کې ثابت لوړوالی وینو او د حقیقت او حکمت په برخه کې کوم زیاتوالی نه ترسترګو کېږي. د خام لیدلوري برعکس، هومو سیپینز په نړۍ باندې له دې کبله نه دی واکمن شوی، چې موږ د معلوماتو په استفادې سره د واقعیت د یوې دقیقې نقشې په جوړولو کې استعداد موندلی دی، بلکې زموږ د بریا اصلي راز په دې کې دی، چې موږ په دې کې تکړه وو، چې له معلوماتو څخه د یوې لویې ډلې د یو ځای کولو لپاره ګټه واخلو. له بده مرغه، دغه وړتیا زیاتره وختونه په دروغو، تېروتنو او افسانو باندې له باور سره غاړه په غاړه تللې ده او همدا وجه ده، چې موږ له ډېرو معلوماتو سره، سره هوښیار شوي نه یو.

له دوهم نه تر پنځم څپرکي پورې به موږ د معلوماتي شبکو په تاریخ خبرې وکړو او په دې به وغږېږو، چې له لسګونه زره کلونو راهیسې انسان بېلا بېلې معلوماتي ټکنالوژۍ ایجاد کړې دي او تعاون او اتصال يې په پراخه کچه لوړ کړی دی، مګر د نړۍ حقیقي انځور ته نه یو رسېدلي. لومړی پر کیسو خبرې کوو، چې لومړنۍ معلوماتي ټکنالوژۍ هم ده، او هغه معلوماتي ټکنالوژي هم ده، چې د بشر په لاس اختراع شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب