Homeخبرونهسترېټ ټایمز: ټرمپ امریکا ته د سلګونو افغان کډوالو مخه ونیوله

سترېټ ټایمز: ټرمپ امریکا ته د سلګونو افغان کډوالو مخه ونیوله

تاند (سې شنبه، د دلوې ۲ مه) د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري متحدو ایالتونو ته د نژدې ۱۶۶۰ افغانانو د تګ مخه ونیول شوه چې دغه هیواد ته یې د تګ پرېکړه شوې وه.

دا خبره د دوشنبې په ورځ د امریکا یوه چارواکي او د کډوالو د ځای پر ځای کولو یوه مخکښ مدافع وکړه.

په دې ډله کې هغه بې‌سرپرسته ماشومان شامل دي چې په امریکا کې له خپلو کورنیو سره د یو ځای کېدو په تمه دي، او همداراز هغه افغانان چې د امریکايي پوځیانو د ملاتړ په خاطر د طالبانو د غچ اخیستنې له خطر سره مخامخ دي.

د ستريټ ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، دا خبره د ايتلاف مشر شاون وین ډایور، او د یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وکړه.

دغه پرېکړه همداراز زرګونه نور افغانان په ناڅرګند حالت کې پرېږدي چې د کډوالو په توګه یې په امریکا کې د ځای پر ځای کېدو منظوري ترلاسه کړې، خو لا یې له افغانستان یا ګاونډي پاکستان څخه د الوتنې وخت نه دی ټاکل شوی.

ټرمپ د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتي کمپاین کې ژمنه کړې وه چې د مهاجرت شرایط به سخت کړي. د ده بیا واک ته رسیدو د امریکا د کډوالۍ د پروګرامونو برخلیک له مبهم حالت سره مخامخ کړی دی.

سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت چې د امریکا د کډوالو پروګرامونه څاري، د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب ونه وایه.

ډونالډ ټرمپ د امریکا د اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه د امریکا د کانګرس په ودانۍ کې پرون (دوشنبې) لوړه وکړه او د خپلې ولسمشرۍ دوهمه دوره یې رسماً پیل کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...