ټولنې د انسانانو مجموعې دي چې مختلف فاکټورونه یې سره بېلوي، مثلا، ژبه، یوه ټولنه لۀ بلې بېلوي.
دودونه؛ یوه ټولنه لۀ بلې څخه پۀ مطلق یا غیر مطلق ډول بېولوي.
اخلاقي چوکاټونه او سرحدونه؛ یوه ټولنه پۀ فکري او ذوقي لحاظ لۀ بلې ټولنې توپیروي.
دین، مذهب « روحاني نظریاتي توپیر» قوانین، اقتصادي جوړښت، جغرافیه، سیاسي جوړښت، د ژوند طرز او ځینې نور هم بېلوونکي فاکټورونه کېدای شي.
ټولنې پۀ ساده ډول پۀ لویو ټولنو او وړو ټولنو وېشلی شو، لویو ټولنو پۀ خپل چوکاټ کې ډېرو متنوعو کلتورونو، ژبو، روحاني افکارو او نورو ته ځای ورکړی، پر دې ټولو سربېره یې دا ظرفیت ساتلی چې د یوې واحدې ټولنې پۀ توگه پاتې شي.
وړې ټولنې بیا د یوې واحدې ژبې لرونکي انسانان دي چې مشخص کلتورونه لري او د ژوند جدا طرز او اقتصادي جوړښت لري.
ټولنې د خپل ژوند پۀ اوږدو کې ډېر څۀ اخیستي او ډېر څۀ یې لۀ لاسه ورکړي دي، د مثال پۀ ډول ټولنو د خپل ژوند سطحه وخت پۀ وخت پۀ غوښتل شوي یا ناغوښتل شوي ډول تغیر کړې ده، ژبو یې بدلون موندلی، دینونو او روحاني نظریاتو یې تغیر کړی، اخلاقي چوکاټونه او پۀ دې اړوند یې فکري سطحو تغیر کړی، یعنې پۀ همدې ترڅ کې ټولنو لۀ یادو پدیدو سره تر ډېره بریده راکړه ورکړه کړې ده او یو جامد او ولاړ حالت یې نۀدی غوره کړی.
د افغانستان ټولنه
دا ټولنه هم د لویې ټولنې پۀ توگه د خپلو ځانگړتیاوو لرونکې ده، مثلا د دې ټولنې یو ستر خصوصیت دا دی چې ډېره متنوع ده، پۀ دې ټولنه کې د ډېرو نورو ژبو، کلتورونو، روحاني افکارو او د ژوند بېلابېلو طرزونو وده کړې ده، دې ټولنې دا هر څۀ پۀ خپلو سرحداتو کې زغملي دي او د پدیدو لویه کتله یې ساتلې ده.
د مخکیني وېش پر بنسټ د افغانستان ټولنه د لویو ټولنو لۀ جملې څخه ده، چې پۀ خپله پراخه سینه کې یې ډېر څۀ ساتلي دي، تر څنگ يې د تاریخ پۀ سیر کې ډېر څۀ لۀ لاسه هم ورکړي دي.
دا ټولنه چې د اخلاقي نورمونو لۀپاره خپل ځانگړې پولې لري، پر دې ټینگار کوي چې څنگه وګړي پۀ خپل د ننه کې سره لۀ متفاوتو ژبو، کلتورونو، او نورو ځای کړي او یو ځای یې وساتي.
پۀ دغسې ټولنو ډېر کم بهرني کلتوري بریدگر او داخلي باغیان بریالي کیدای شي.
دا پۀ دې مانا نۀ ده چې دغسې ټولنې دې جامدې پاتې شي، هدف دا دی چې باید ونۀ پاشل شي، که وپاشل شوې، نۀ یوازې دا چې خپل هویتونه بایلي، بلکې ممکنه ده چې پۀ بشپړه توگه لۀ منځه لاړې شي او مدغمې شي.
بناء دغسې ټولنې باید د ارتقاء اوج ته ورسول شي، وگړي یې لۀ یو او بل سره لاس ورکړي او خپله ټولنیزه او اقتصادي سطحه پورته یوسي.
تعلیمي مراکز پیاوړي کړي، د ښځې او نر کاري ځواک پۀ پام کې ونیسي، لۀ لویه تر واړۀ پۀ دې هڅه کې شي چې څنگه ځانونه تر داسې بریده ورسوي چې هم خپله بهترین ژوند او نظم رامنځته کړي او هم لۀ بهرنیو متشددو قوتونو څخه پۀ امن کې پاتې شي.
ولې کچېرې پۀ دې اړوند فکر ونۀ کړي او لۀ خپلو سترو بشري سرچینو څخه پۀ خپله اعظمي گټنه ونۀ کړي، دغسې ټولنې لۀ زوال سره مخ کېږي او ژر ده چې لۀ سترو گډوډیو سره به مخشي.
د ټولنې اداره چې د ټولنې لۀ منځه یوه ډله مشخص خلک يې پۀ غاړه اخلي او موږ ورته دولت وایو، باید سل فیصده سالمه اوسي.
همدا دولتونه د دې مسول دي چې خپلې بشري سرچينې منظمې اداره کړي او خپل وگړي د یوې روښانه او بریالۍ راتلونکې پۀ طرف پۀ باتدبیره ډول رهبري کړي.
نوټ: پاس لیکنه زما خپل نظریات دي، ممکن پۀ دې اړوند د ټولنپوهانو نظرونه او علمي لید توپیر ولري.
نورکمال ارشاد