لومړۍ برخه:
هغه درسي مفردات چې په کتابي ډول د یو هېواد په ښوونځیو کې تدریسېږي، رسمي ښوونیز نصاب بلل کېږي. ښوونکي او د ښوونځیو ادارې زده کوونکو ته د همدې ښوونیز نصاب ور زده کول خپل مسؤلیت ګڼي. په ښوونیزو ادارو د څار مسؤلین هم یوازې د همدې نصاب په رڼا کې د ښوونځیو او ښوونکو کارونه ارزوي. خو د دې ترڅنګ یو بل ښوونیز نصاب هم لرو چې پټ یا غیر رسمي ښوونیز نصاب بلل کېږي. ټول هغه باورونه، ارزښتونه، چلندونه او مهارتونه چې په ښوونیز چاپیریال کې په غیر رسمي ډول زده کېږي، د پټ نصاب برخه دي.
د رسمي او غیر رسمي/ پټ نصاب ترمنځ مشخص توپیرونه موجود دي:
- رسمي ښوونیز نصاب د پوهنې وزارت لخوا ترتیب شوی او په چاپي بڼه ټولو ښوونځیو ته وېشل شوی، خو پټ ښوونیز نصاب لیکلې بڼه نلري، د ښوونیز چاپیریال حاکم کتلور دې نصاب ته بڼه ورکوي.
- رسمي ښوونیز نصاب په ټول هېواد کې یو ډول دی، خو د پټ ښوونیز نصاب د سیمې د کتلور او علمي سویې تر اغېزې لاندې تفاوت کوي.
- د رسمي ښوونیز نصاب اروزنه په تحریري، تقریري او عملي ډول کولی شو، دا نسبتن یوه اسانه پروسه ده، ټاکلي معیارونه لري او رسمي بڼه لري. خو د پټ ښوونیز نصاب اروزنه د سلوک او رفتار ماهیرین او کتلور پوهان د مشاهدې او ژورې کتنې په ترڅ کې کولی شي، چې رسمي بڼه نلري.
په ښوونیزو ادارو د څار مسؤلین د ښوونځي له ادارې یوازې د رسمي نصاب د تطبیق او عدم تطبیق په اړه پوښتنې کوي، نو د ښوونځي اداره هم د ځواب په لټه کې، له خپلو ښوونکو څخه د رسمي نصاب تطبیق غواړي. د پټ نصاب په اړه یا مالومات نلري او یا یې خپل مسؤلیت نه بولي.
هر ښوونیز چاپیریال پټ نصاب لري. خو بختور ښوونیز مراکز هغه دي چې په پټ نصاب کې یې مثبت اړخ ډېر وي. مثلن: هغه ښوونځی چې ښوونکي او زده کوونکي یې په چلندونو کې له زغم څخه کار اخلي، نو په زده کوونکو کې زغم روزل کېږي؛ خو که برعکس وي، نو یو بل نه زغمل عامېږي او کرکه ډېرېږي؛ چې لومړی یې مثبت او دویم یې منفي اړخ لري او د یو په نه موجودیت، بل حتمي کېږي.
پټ ښوونیز نصاب له دریو لارو زده کوونکي زده کوي. یو د هغو چلندونو له لارې چې ښوونکي او اداره یې له زده کوونکو سره کوي، بل یې هغه چلندونه دي چې زده کوونکي یې له زده کوونکو او چاپیریال سره کوي او درېیم یې هغه چلندونه دي چې اداري کارمندان او ښوونکي یې په خپلو منځونو کې ترسره کوي. د دې درې ډوله چلندونو د مهار کولو او ښه کولو واک د ښوونځي له ادارې او ښوونکو سره دی. د ښوونکو او اداري کارمندانو لوړ شخصیت، زده کوونکو ته د مثبت پټ ښوونیز نصاب په ور زده کولو کې ډېرې اغېزې لري.