د موازنې عصب (Neuritis vestibularis) د بدن موازنه ساتي او کله چې دغه عصب ګزک وکړي، د بدن توله یا موازنه خرابېږي او د اخته کس سر پر له څرخي.
په دې مقاله کې دغه برخې شاملې دي:
- د موازنې عصب ګزک څه شی دی؟
- سببونه
- نښې نښانې او د ناورغ شکایتونه
- تشخیص او د ناروغۍ لوری
- څه مهال باید ډاکټر ته ورشئ؟
- درملنه
- اختلاطونه
- مخنیوی
- دا پخپله کولی شئ
د موازنې عصب ګزک څه شی دی؟
لومړی به د موازنې عصب او دنده یې وپېژنو. د موازنې عصب په داخلي غوږ کې پروت دی او کار یې د بدن د موازنې برقراره ساتل دي. په لاندې تصویر کې د حلزون غوندې شینبخون جوړښت وینو چې په سر کې یې درې کړۍوزمه کانالونه په درېو مختلفو محورونو کې پراته دي. دغه کانالونه له مایع ډک دي. کله چې بدن او/ یا سر په یوه محور کې یوې خوا ته حرکت کوي، د هماغې خوا په اړوند کانال کې مایع خوځېږي او مغزو ته عصبي سیګنالونه لېږي. د موازنې د سیستم په برکت موږ له یوې خوا د ځمکې جاذبه او په فضا کې خپل او د خپل بدن د هر غړي موقعیت درک کوو او له بلې خوا د بدن توله مو برقراره ساتلی شو. کله چې مثلاً سر مو په افقي محور کې ښي لوري ته ۱۵ درجې څرخوو، د موازنې ښی عصب مو مغزو ته مثبت سیګنالونه ورلېږي او هممهاله د موازنې چپ عصب مو په عین اندازه منفي سیګنالونه ور استوي نو د توازن حس مو ثابت پاتې کېږي. د موازنې سیستم پېچلی دی او له سترګو او عضلي حرکي سیستم سره په ګډه کار کوي.
د موازنې عصب ګزک داسې ناورغي ده چې د موازنې حس ورسره خرابېږي. دا ناروغي د موازنې عصب رنځ Vestibularis-Neuropathy هم بلل کېږي.
په دې ناروغۍ هر کال په یو لک کسانو کې ۳،۵ کسان اخته کېږي او د سرڅرخۍ په ځانګړو کلینیکونو کې ۷ سلنه پېښې د همدې ناروغۍ وي. اکثره اخته کسان له ۳۰ تر ۶۰ کلن وي او ناورغۍ معمولاً په پسرلي او د ژمي په پیل کې پېښېږي.
سببونه
تر دې دمه پوره نه ده جوته چې د موازنې عصب ګزک له څه شي پيدا کېږي. داسې انګېرل کېږي چې ګواکې ویروسونه به دې ناروغۍ مسوول وي، دا په دې چې له دې ناروغۍ مخکې د ویروسي ناروغیو شیوع (خپرېدل) نادر نه وي. خو د وینې د بهیر مختلېدل هم د سرڅرخۍ سبب کېدای شي.
د بدن په اخته خوا کې د موازنې عصب فعالیت مختلېږي یا درېږي. په داسې حال کې چې د ناروغ ماغزه د بدن له روغې خوا نه د نورمال حالت غوندې سیګنالونه اخلي خو له ناروغې خوا نه یا هېڅ یا نیم نیمګړی سیګنال ورځي. د همدې عدم توازن له امله ناروغ د ناروغۍ په لومړي پړاو کې له سختې سرڅرخۍ څخه کړېږي. د دې ناروغۍ نادر سببونه هرپیس انتان Herpes، لایم بوریلیوز Lyme-Borreliosis او معافیتي ناروغۍ Autoimmune Diseases دي.
نښې نښانې او د ناروغ شکایتونه
د موزانې عصب د ګزک وصفي او ځانګړې نښه سخته سرڅرخي ده. معمولاً دغه سرڅرخي له خواګرځۍ او کانګې سره مله وي. همدارنګه د ناروغ عمومي وضعیت هم ښه نه وي. کله خو سرڅرخي دومره سخته وي چې ناروغ د بل له مرستې پرته په لاره نشي تلی.
اکثراً د ناروغ شکایتونه هله کمېږي چې دی ستوني ستغ آرام وغځېږي او سترګې پټې کړي. خو که لږ هم وخوځېږي، وضعیت یې بېرته خرابېږي. د موازنې عصب د ګزک نښې اکثراً یو څو ورځې پايي. وروسته بیا سوکه سوکه ښه کېږي.
بله نښه چې په دې ناروغۍ کې لیدل کېږي، د سترګو د کسو غیر ارادي خوځېدنه Nystagmus ده. د سترګو کسي هغې خوا ته خوځېږي چې د موازنې عصب یې روغ دی. همدرانګه د ناستې یا درېدا په وخت کې د ناروغې خوا ته لوېدل هم د دې ناروغۍ وصفي نښه ده. معمولاً په دې ناروغۍ کې د بیمار د اورېدلو حس نه اغېزمنېږي.
تشخیص او د ناروغۍ مزل
تشخیص د ناروغ د شکایتونو په اورېدو او فیزیکي معاینې وضع کېږي. په تشخیص کې د نیستګموس ټسټ مهم نقش لري. ناروغ ته ځانګړې عینکې ور په سترګو کېږي او د کسو خوځښتونه یې څارل کېږي. په تشخیص کې بل ګام دا دی چې د ناروغ په غوږ کې د غوږ مینځلو تودې مایع اچول کېږي او ورسره سترګې کتل کېږي. څوک چې د موازنې عصب په ګزک اخته وي، په دې معاینه کې یې د نیستګموس لوری نه بدلېږي.
پر دې سربېره، الټراسونډ، سي ټي سکېن، یا ام آر آی هم په تشخیص کې مرسته کوي. د غوږ او ستوني ډاکټر هم باید ناروغ وګوري او ځانګړې معاینې ورته وکړي.
دغه ناروغي د سرڅرخۍ له نورو عاملونو مثلاً مینېر ناروغي Menier Disease او سلیم وضیعتي سرڅرخۍ Benign Positional Vertigo نه بېل شي.
د موازنې عصب ګزک معمولاً ښې پایلې لري. د اکثرو ناروغانو موازنه په دولسو اونیو کې بېرته رغېږي یا لږ تر لږه تر پخوا ښه کېږي. شاوخوا ۱۵٪ ناروغانو کې له دې مریضۍ سره سلیم وضیعتي سرڅرخي هم وي.
ډاکټر ته تګ کله لازمي وي؟
کله چې ډاډه نه شئ ګرځېدلی یا مو د لوېدو او ژوبلېدو پېښې ډېرې وي نو دا د ناروغۍ د بې نظمۍ نښې دي. په داسې حالت کې به خامخا ډاکټر ته ورځئ چې د ژوبلېدو مخه مو ونیول شي. د سرڅرخۍ، خواګرځۍ او کانګې حملې چې درباندې راځي، ډاکټر ته تګ لازمي وي. په تېره بیا کله چې سر مو پر له څرخي، د نېغ تګ امکان درنه اخلي. که د تګ پر مهال مو بدن یوې خوا ته کوږ وي، خوندي او ډاډه تګ نه شئ کولی یا په ټوله کې ثبات نه لرئ نو ډاکټر ته ورتګ واجبېږي. که څوک مو د سترګو غیرعادي حرکتونه ویني، نو ډاکټر ته به ورځئ.
درملنه
ښه به وي چې ناروغ یوه موده په روغتون کې بستر شي او آرام وکړي. د سرڅرخۍ، خواګرځۍ او کانګې لپاره مناسب درمل تجویزېږي. د وینې بهیر د ښه کولو او په کانګو کې د ضایع شویو مایعاتو د پوره کولو لپاره سیروم یا د خولې له لارې مایعات ګټور دي. سټیروییډ درمل مثلاً میټایل پریډنیزولون د الهتاب ضد اثر په وجه ناروغ ته ګټه کوي. دغه درمل د یوې اونۍ په مخه ورکول کېږي او بیا یې مقدار وار په وار سره کمېږي.
که د لږې مودې تر تېرېدو وروسته د ناروغ ستونزه نه وه لرې شوې نو ناروغ ته ورښوول کېږي چې له خپلې ناروغۍ سره دې څنګه روغه جوړه وکړي. په دې ښوونه کې اصلي ټکی د موازنې تمرین دی. دغه تمرین د رغېدو چاره ګړندۍ کوي. تمرین داسې دی چې ډاکټر ناروغ له داسې وضعیتونو او حالتونو سره مخامخوي چې سرڅرخي ورسره پیدا کېږي او ناروغ زده کوي چې په داسې حالت کې ځان څنګه تکیه کړي.
البته ناروغي اکثراً په دوو یا دریو اونیو کې پخپله هم رغېږي او په ډېرو پېښو کې سرڅرخي په دریو میاشتو کې یا پوره یا لږ تر لږه تر پخوا ښه کېږي.
اختلاطونه
د موازنې عصب ګزک معمولاً ښه لوري ته مزل کوي. سخت اختلاطونه یوازې په نادرو پېښو کې تر سترګو کېږي. اغلباً سرڅرخي په دریو میاشتو کې ختمېږي. نادراً ناروغي راګرځېدونکې بڼه اخلي یعنې تر ښه کېدو وروسته، بېرته راګرځي خو بل وار به بل غوږ نیسي. په ۱۵٪ پېښو کې سلیم وضعیتي سرڅرخي په هماغه اخته خوا کې پيدا کېږي.
خو دا هم ښه تداوي کېږي او یوازې مؤقتاً څرګندېږي. کله کله داسې هم کېږي چې سرڅرخي د ټرومايي پېښې په توګه تجربه شي او بیا ناروغ ته د وېرې له امله سرڅرخي پیدا شي. دغه سرڅرخي کوم جسمي علت نه لري، بلکې یوازې اروایي سبب یې دی. په دې حالت کې د ناروغ وېره باید تدواي شي.
د سرڅرخۍ یو مهم اختلاط خطرناک لوېدل او ټپي کېدل دي چې معمولاً هډوکي په کې ماتېږي. دغه خطر په تېره بیا زړو خلکو ته زیات په دې دی چې د هډوکو د وروستوالي په وجه وار له مخکې د هډوکو ماتېدو ته جوړ وي. په خورا نادرو پېښو کې د دواړو خواوو د موازنې عصبونه په مزمنه ناروغي اخته کېږي. په دې حالت کې په تیاره کې او په پټو سترګو د درېدو او حرکت کنټرول خرابېږي. که د دواړو غوږونو ستونزه همداسې وپايي او ډېر دوام وکړي نو ناروغ د توقیع ځواک بایلې یعنې په کوټه کې خپل موقعیت نشي درک کولی. بیا نو ناروغ په خطرناکو مسلکونو لکه خټګري، نجاري، د بامونو رغولو … کې کار نشي کولی او خطرناک سپورټونه باید ونه کړي.
د ناروغۍ سیر په دې پورې اړه لري چې ناروغ څومره ژر بدني فعالیت بېرته پيلوي. همدارنګه د ناروغ عمومي وضعیت په دې کې نقش لري. نو زاړه کسان د خپل خراب عمومي وضعیت له کبله تر ډېره وخته پورې د ناروغۍ له نښو نښانو کړېږي.
مخنیوی
دا چې د دې ناروغۍ سبب دقیق نه دی رامعلوم نو د مخنیوي لارې چارې یې هم نه دي معلومې.
ناروغ پخپله څه کولی شي؟
ناروغ باید د ځینو تمرینونو په کولو سره د درملنې موده رالنډه کړي چې ژر ورغېږي. د سترګو د غیر عادي حرکتونو یا نیستګموس لپاره دغه تمرین ګټه کوي: پر څوکۍ نېغ کېنئ. لاس مو د سترګو وړاندې ۳۰ یا ۵۰ سانټي متره وړاندې ونیسئ. ګوته مو ښي او چپ لوري ته وخوځوئ او بې له دې چې سر مو تاو شي، په سترګو یې وڅارئ. همدارنګه د موازنې تمرینونه لکه پر یوې پښې درېدل، پر یوې کرښې تګ، یا په اړخ یا په شا تګ؛ نه یوازې د موازنې په ښه کولو بلکې د خواګرځۍ په کمولو کې هم مرسته کوي. له بلې خوا حرکت د وینې بهیر ګړندی کوي او د ناروغۍ رغېدل چټکوي. سوکه اتڼ یا بله نڅا هم موازنه سموي هم د ویني بهیر.