تاند – له نن څخه ۷ کاله پخوا د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۲۱ مه د کابل پر کانتینینټل هوټل د طالبانو په یوه خونړي برید کې لیکوال، ژورنالیست او دیني عالم احمد فرزان ووژل شو. فرزان د شهادت په مهال ۴۱ کلن و.
احمد فرزان د مولوي میراجان زوی، په ۱۳۶۲ لمریز کال د کندهار په پنځمه ناحیه کې زېږېدلی و.
احمد فرزان چې د سولې عالي شورا د څېړنو رييس و، دینې زده کړې په کوټه کې کړې وې او تر دې وړاندې په کندهار کې د اشرفیه مدرسې د دارالافتاء د مرستیال او د کندهار په دارالمعلمین کې د ښوونکي په توګه هم کار کړی و.
نوموړي له کلید، پژواک او ځينو نورو رسنیو سره د خبريال په توګه هم کار کړی دی.
پر کانتینینټل هوټل په برید کې شاوخوا ۴۰ تنه افغانان چې اکثره لوستي او ملکي وګړي وو، مړه او ژوبل شول.
له احمد فرزان څخه یو شمېر اثار پاته شول چې ځینې یې چاپ او ځینې یې لا هم چاپ شوي نه دي.
لاندې لیکنه، چې ارواښاد فرزان د تلین په مناسبت بیا خپرېږي، نوموړي د ۲۰۱۲ د دسمبر په ۲۵ نېټه تاند ته راستولې وه.
زموږ د نن اړتیا | احمد فرزان
افلاطون وايي:(د انسان ژوند په وطن پوري تړلی دی.)، وطن د یوه چا د هویت په ټاکلو کي ترټولو لومړی ځای
لري.
د ولسونو او ملتونو تمایز او تشخص د هغوی د فرهنګ، ثقافت او تهذیب په تشکل پوري اړه پيدا کوي. یو ملت تر هغو پوري ځانته جلا وجود او تشخص نه سي پيدا کولای ترڅو چي ځانته کلتور، تهذیب او سمښت ونه لري.
وطن د یوه ولس د فرهنګ او تهذیب جغرافیایي حدود ټاکي او د یوه ولس د مادي او معنوي ثقافت تشکل د هغه ولس په اصلي مقرو ټاټوبي او د پيدا کیدو او ژوند په ځای پوري اړه لري.
وطن د مادي، تاریي، اخلاقي، فرهنګي او ملي کیفیاتو یوه مجموعه ده چي د یوې ډلي انسانانو لپاره مشترک ارزښت لري.
وطنیت د ولسونو د کلتور یو مهم جز دی، ډیر پخوا هم انسانان پر وطن مین ول او اوس هم له وطن او هیواد سره مینه د تمدن او نوي مدنیت اساسي ټوک ګڼل کیږي.
دوکتور ګوستاو لوبون وايي چي که یو څوک یوه پردی هیواد ته ولاړ سي، نو لومړی شی چي وینی د هغه هیواد د خلګو خپل خصوصي اخلاق، روحیات او مشترک جنسي صفات دي چي په تولو کي یو راز ښکاره کیږي او دا راښيي چي هغه ولس ځانته جلا روح لري او اجتماعي ژوند يي هم له نورو څخه بیل دی.
په زاړه یونان کي وطن مذهبي تقدس درلود او د وطن کلیمه د مذهبي شعائرو یوه برخه وه.
هغه مهال چي به کله یو چاته په ژوند کي تر ټولو سخته سزا ورکول کیده نو به يي له وطنه تبعید کړ او سړو به هڅه کوله ځان مړ کړي خو وطن پري نه ږدي.
په اسلامي ارشاداتو کي هم له وطن او مېني سره مینه ځای لري آن تر دې ځني کسان د یوې عربي مقولې په استناد له وطن سره مینه د ایمان یوه برخه ګڼي. حب الوطن من الایمان
په ځان او مال باندي له جهاد کولو سره د هجرت د برابروالي او تعادل اساي دلیل هم دا دی چي په هجرت کولو سره انسان د ژوند تر ټولو لویه قرباني (د وطن جدايي قبلوي) ورکوي.
یوعربي شاعروايي:
( وطني لوشغلت بالخلد عنه ــ نازعتني الیه في الخلد نفسي).
د ملک څخه د شړلو جزا اوس هم د شرعیاتو په فقهي کتابونو کي سته او دا د دې څرګندويي کوي چي له مېني سره مینه یو انساني خوی او خصلت دی چي په هره دوره، هره ټولنه او هر مذهب کي وجود لري.
له وطن او هیواد سره مینه او محبت ماځکه د خپلي دې لیکنیزي لړۍ لومړی موضوع وټاکل چي اوس موږ (افغانان) تربل هرشي زیات وطندوستۍ ته اړتیا لرو، زموږ ځوانان باید په اجتماعي احساس او هیوادنۍ رویه وروزل سي.
زموږ ولس چي اوس یو ځل بیا راپورته سوی او د ځان جوړوني په هڅه کي دی، ورته بویه چي ملت جوړني او هیواد رغوني ته کلکه ملاوتړي.
د ملت جوړول او د هیواد رغول قوی اجتماعي احساس، ناسیونالیزم (ملت ګرایي) او وطندوستۍ ته اړتیا لري.
سته داسي علتونه چي زموږ له زړونو يي د وطن دوستۍ احساس کښلی او زموږ زلمي يي له خپلو ملي نوامسو او هیوادنیو ګټوبي خبره کړي دي، چي ددې علتونو څیړنه یو جلا سیاسی مبحث ته اړتیا لري، خو څه چي اوس مهم دي زموږ په زلمیو کي د وطندوستۍ د احساس راپيداکول او تقویه ده.
ولسونه او ملل د یوه انساني شخص په څیر د خپل ژوندانه بیلابیل مراحل طی کوي او کټ مټ د یو انسان غوندي د کوچنیوالي، ځوانۍ او پيرۍ دورانونه تیروي.
بشري جوامع او ولسونه د خپل ژوندانه په مختلو ادوارو کي مختلف احتیاجات او تقاضاوی لري چي که پر خپل وخت ورته خپل احتیاجات ونه رسیږي نو نه یوازي دا چي وده نه کوي بلکي مري.
زه فکر کوم نن زموږ ولس د یوه تازه پرپښو ولاړسوي ماشوم غوندي، نوکاره او نی ولاړسوی او د خپل ژوند په لومړۍ مرحله کي دی.
که څوک ډير پر خپل ماضي باندي وچ کلک مفتخر نه وي او زموږ د ملت پروني شوخ شباب نه وي غره او د نن له حالته غافله کړی ښايي زماسره دا ومني چي زموږ په مخ کي یوبل شباب او تر هغه وروسته یوه بله د هرم دوره پرته ده.
زموږ ننی نوکاره ولس او نوی ولاړسوی ملت که نن خپل احتیاجات درک نه کړي او د سباني شباب په تکل لاس او پښې ونه ښوروي او ځانونه اماده نه کړي نونسي کیدای چي موږ دي د دنیا د نورو ولسونو غوندي قوی، خودجوشه او خودکفاسو.
نن زموږ د ولس او ملت تقاضاله وطن سره مینه اوملت ګرايي ده، وطندوستي، ملت پالنه او ملي فکر زموږ د نن اساسي تقاضا ده.
وطندوستی څه شي ده؟ د وطن دوستۍ تقاضاڅه ده؟ ولي باید موږ له هیواد سره مینه وکړو؟ ملت څه دی؟ ملي ګټي کومي دي؟ او څنګه کولای سو چي خپل ملي منافع خوندي کړو؟ دا زموږ د نن خبري دي او دا خبري به موږ یوه تربلي وروسته تربحث لاندي نیسو.
د نن خبره همدا وه، تر بیا پوري چي له یوې بلي خبري سره درته راځم د خداي په امان