سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+په دې ورځ لینین مړ شو

په دې ورځ لینین مړ شو

تاند- له نن څخه ۱۰۰ کاله پخوا د ۱۹۲۴ د جنورۍ په ۲۱ مه د روسیې د انقلاب مشر د ۵۳ کلونو په عمر مړ شو.

لینین له ۱۹۱۷ تر ۱۹۲۴ پورې د شوروي اتحاد دولتمشر و.

د لینین اصلي نوم ولادیمیر الیچ اولیانوف و. د ۱۱۷۰ د اپریل په ۲۲ مه د روسیې په سیمبرسک کې زېږېدلی.

د لینین د مړینې علت ډیر څرګند نه دی او راز راز دلایل د هغه د مړینې په اړه وړاندې شوي دي.

خو د پخواني شوروي اتحاد د بنسټ ګر ولادیمیر ایلیچ لینین د مړینې په باره کې مشهور نظر دا دی چې هغه د سفلیس د ناروغۍ په وجه مړ شوی دی، خو د محققانو یوې ډلې دا نظریه ناسمه وبلله او ویې ویل چې ذهني فشار او پریشاني، ارثي روغتیایي ستونزې او یا شاید د زهرو خوړل د لینین د مړینې اصلي علتونه وي.

 لینین په ۱۹۲۴ کال کې په درې پنځوس کلنۍ کې مړ شو او له هماغه وخته دا اوازه وه چې دی د سفلیس په ناروغۍ چې له جنسي روابطو پیدا کېږي، مبتلا و او همدا مرض یې د مړینې علت و. خو وروسته په امریکا کې په یوه علمي غونډه کې د کلیفورنیا پوهنتون د عصبي ناروغیو یوه متخصص څرګنده کړه چې سفلیس نه بلکې ارثي روغتیایي ستونزې، عصبي فشار او یا د زهرو خوړل، ممکن د لینین د مړینې اصلي علتونه وي.

 د نیوز ګوګل له راپور سره سم، د لینین د مړینې په باره کې دا نوې نظریه  ډاکتر هنري وینټرز او روسي تاریخ پوه لیو لیوري د مریلنډ پوهنتون په هغه کنفرانس کې اعلان کړه چې هر کال د تاریخ د مشهورو شخصیتونو د مرګ د علتونو د څیړلو په باره کې جوړېږي. د مریلنډ پوهنتون په دغو کالنیو غونډو کې  د تاریخ د ځینو مشهورو کسانو مثلا د لرغوني مصر د یوه نامتو پاچا یا فرعون توتن خامون، د امریکا د یوه مرګ د علتونو په باره کې د شویو تحقیقاتو نتایج اعلان شوي دي.

  د پخواني شوروي اتحاد درې پنځوس کلن لیډر د ژوند په وروستیو میاشتو کې په ۱۹۲۴ کال کې څو ځله مغزي سکته وکړه چې د دغو سکتو علت تر اوسه پورې نه دی معلوم شوی.

 د لینین د مړي معاینات ښیي چې د هغه په دماغ کې د وینو رګونه ډېر ټینګ او سره ورغلي وو چې معمولا د وینو د لوړ فشار یا زړبودن په وجه رامنځ ته کېږي. ډاکتر فلیپ مک وېک چې د مریلنډ پوهنتون په کالني کنفرانس کې یې د لینین د مرګ د علتونو په اړه خبرې کولې، و ویل چې د لینین د رګونو دغسې تصلب او ټینګوالی غیرطبیعي ښکاري. ځکه اول خو دی د مرګ په وخت کې بوډا نه و او بل دا چې داسې نخښې چې د دماغ د رګونو د تصلب او ټینګوالي باعث شي، د ده په بدن او د ده په ژوند کې نه لیدل کېږي. ځکه د ده د مړي معاینانو وښودله چې د وینو د فشار ناروغي یې نه لرله. د شکرې په ناروغۍ مبتلا نه و. وزن یې هم زیات نه و. دغه راز  نه یې خپله سګریټ څکول او نه یې بل چا ته اجازه ورکوله چې د ده مخې ته سګریټ وڅکوي. نو د دغسي سړي د وینو رګونه ولې دومره ټینګ شي؟

  د ډاکتر فلیپ مک ویک په نظر ډېر امکان دا دی چې لینین د ذهني فشار په وجه، د ارثي عواملو په وجه یا ممکن د زهرو په وجه له منځه تللی وي خو د هغه د خپل وخت د ډاکترانو دا نظر چې سفلیس ناروغي به له پښو غورځولی وي، سم نه دی.

د لینین د مرګ علت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب