کله چې د انساني ستونزو د حل لپاره د تفکر او تعقل پر ځای تقلیدي دودونه، رسومات او غیرانتقادي روایتونه معیار وګرځي، نو د مدنیت، نوښت او انساني ودې لارې په تدریجي ډول تړل کېږي. بشري تاریخ دا واقعیت ثابت کړی چې پرمختګ، هوساینه او تمدني جوړښتونه تل د عقلاني پوښتنې، فکري ازادۍ او استدلالي تفکر له مسیر څخه راټوکېدلي دي؛ په داسې حال کې چې مطلق تقلید او فکري تسلیم ټولنې د رکود، احتیاج او ذهني انجماد پر لور بیایي.
کله چې دودونه او رسومات د نقد له دایرې وباسو او د نه پوښتل کېدونکي حقیقت بڼه ورکړو، د انسان اساسي امتیاز یعنې تعقل له فعال حالته لوېږي. په دې حالت کې فکر د تولید د سرچینې پر ځای د تکرار اسیر ګرځي او دا په حقیقت کې له تاریخي کاروان څخه د شاته پاتې کېدو په مانا دی. په مقابل کې، هغه ټولنې چې پر وخت یې د عقلانیت لوری غوره کړ، د علم، اختراع او مدني نظم بنسټونه یې کېښودل او د هوساینې لوړو پړاوونو ته ورسېدې. هغوی له ماضي څخه الهام واخیست، او خپل راتلونکی یې د پوښتنې، تجربې او نوښت پر بنسټ جوړ کړ.
برعکس، هغه ټولنې چې مطلق تقلید او نقل یې د ژوند بنسټ وګرځوی، د تاریخ په حاشیه کې پاتې شوې. دا ټولنې د پرمختللو ملتونو پر تولیداتو متکي شوې او د نورو د اختراعاتو کارول ورته د تمدني لاسته راوړنې پر ځای، یو ارمان او د احتیاج نښه وګرځېده. په داسې چاپېریال کې «مصرفوونکي ذهن» د «تولیدوونکي ذهن» ځای ونیو او فکري خپلواکي د کلتوري وفادارۍ په نوم قرباني شوه.
دلته موخه د ټولو دودونو نفي کول نه دي، ځکه دودونه د ټولنیزې حافظې او هویت برخه ده. ستونزه هغه وخت پیلېږي چې دود د عقل بدیل شي. کله چې د ماضي ترخې تجربې د عبرت پر ځای د تقدس تر سیوري لاندې پر راتلونکي تحمیل شي، فکري انجماد رامنځته کېږي. دا حالت فرد له تاریخي شعور څخه محروموي او د تېر وخت په زندان کې یې بند ساتي.
په دریمه نړۍ کې دا فکري بحران ژورې سیاسي او ټولنیزې ریښې لري. ډېری بانفوذه اشخاصو د خپل قدرت او مادي امتیازاتو د ساتلو لپاره، د بدلون پر ځای د موجود وضعیت ساتنه غوره کړه؛ ځکه فکري ازادي د هغوی د نفوذ لپاره ګواښ و. په دې توګه، فکري رکود یوازې یوه کلتوري ستونزه نه، بلکې په شعوري ډول د واک د دوام وسیله وګرځول شوه.
فرانسوي فیلسوف، مارکي دو کنډورسې وایي: «دودونه د علم پر وړاندې داسې خنډ دي، لکه طبیعت چې وي.» مانا دا چې لکه څنګه چې انسان طبیعي محدودیتونه د علم په مرسته ماتوي، همدارنګه باید دودیز خنډونه هم د عقلانیت په رڼا کې نقد او اصلاح کړي. که دود د پوښتنې پر وړاندې مقدس شي، تمدني حرکت ټکنی کېږي.
ټولنیز تحول د عمومي اجماع له اعلان څخه نه، بلکې د فرد له فکري بیدارۍ څخه پیلیږي. کله چې فرد تعقل او منطق د خپل ذهني بنسټ په توګه ومني، دا انفرادي بدلون په تدریجي ډول په ټولنیز وجدان بدلېږي. هوساینه هغه وخت رامنځته کېږي چې انسان د تقلید له مکلفیته ازاد او د تفکر له مسؤلیت سره مخ شي.
په پای کې، د داسې افغانستان په هیله چې وګړي یې پر تعقل او مسؤولانه عقلانیت باور ولري؛ داسې هېواد چې راتلونکی یې د ماضي د تکرار پر ځای د نوښت، علم او انساني کرامت استازیتوب وکړي.