شنبه, مې 4, 2024
Home+د لینین د مرګ علت

د لینین د مرګ علت

تاند- د پخواني شوروي اتحاد د بنسټ ګر ولادیمیر ایلیچ لینین د مړینې په باره کې مشهور نظر دا دی چې هغه د سفلیس د ناروغۍ په وجه مړ شوی دی، خو د محققانو یوې ډلې دا نظریه ناسمه وبلله او ویې ویل چې ذهني فشار او پریشاني، ارثي روغتیایي ستونزې او یا شاید د زهرو خوړل د لینین د مړینې اصلي علتونه وي.

 لینین په ۱۹۲۴ کال کې په درې پنځوس کلنۍ کې مړ شو او له هماغه وخته دا اوازه وه چې دی د سفلیس په ناروغۍ چې له جنسي روابطو پیدا کېږي، مبتلا و او همدا مرض یې د مړینې علت و. خو وروسته په امریکا کې په یوه علمي غونډه کې د کلیفورنیا پوهنتون د عصبي ناروغیو یوه متخصص څرګنده کړه چې سفلیس نه بلکې ارثي روغتیایي ستونزې، عصبي فشار او یا د زهرو خوړل، ممکن د لینین د مړینې اصلي علتونه وي.

 د نیوز ګوګل له راپور سره سم، د لینین د مړینې په باره کې دا نوې نظریه  ډاکتر هنري وینټرز او روسي تاریخ پوه لیو لیوري د مریلنډ پوهنتون په هغه کنفرانس کې اعلان کړه چې هر کال د تاریخ د مشهورو شخصیتونو د مرګ د علتونو د څیړلو په باره کې جوړېږي. د مریلنډ پوهنتون په دغو کالنیو غونډو کې  د تاریخ د ځینو مشهورو کسانو مثلا د لرغوني مصر د یوه نامتو پاچا یا فرعون توتن خامون، د امریکا د یوه مرګ د علتونو په باره کې د شویو تحقیقاتو نتایج اعلان شوي دي.

  د پخواني شوروي اتحاد درې پنځوس کلن لیډر د ژوند په وروستیو میاشتو کې په ۱۹۲۴ کال کې څو ځله مغزي سکته وکړه چې د دغو سکتو علت تر اوسه پورې نه دی معلوم شوی.

 د لینین د مړي معاینات ښیي چې د هغه په دماغ کې د وینو رګونه ډېر ټینګ او سره ورغلي وو چې معمولا د وینو د لوړ فشار یا زړبودن په وجه رامنځ ته کېږي. ډاکتر فلیپ مک وېک چې د مریلنډ پوهنتون په کالني کنفرانس کې یې د لینین د مرګ د علتونو په اړه خبرې کولې، و ویل چې د لینین د رګونو دغسې تصلب او ټینګوالی غیرطبیعي ښکاري. ځکه اول خو دی د مرګ په وخت کې بوډا نه و او بل دا چې داسې نخښې چې د دماغ د رګونو د تصلب او ټینګوالي باعث شي، د ده په بدن او د ده په ژوند کې نه لیدل کېږي. ځکه د ده د مړي معاینانو وښودله چې د وینو د فشار ناروغي یې نه لرله. د شکرې په ناروغۍ مبتلا نه و. وزن یې هم زیات نه و. دغه راز  نه یې خپله سګریټ څکول او نه یې بل چا ته اجازه ورکوله چې د ده مخې ته سګریټ وڅکوي. نو د دغسي سړي د وینو رګونه ولې دومره ټینګ شي؟

  د ډاکتر فلیپ مک ویک په نظر ډېر امکان دا دی چې لینین د ذهني فشار په وجه، د ارثي عواملو په وجه یا ممکن د زهرو په وجه له منځه تللی وي خو د هغه د خپل وخت د ډاکترانو دا نظر چې سفلیس ناروغي به له پښو غورځولی وي، سم نه دی.

1 COMMENT

  1. د لینن غوندی کسانو د مرګ د لامل او علت پوهېده مهم نه دی بلکه د سیاسی ژوند د پیل د څرنګوالی د سناریو پوهېده ئې مهم دی.
    لینن د فری ماسونری یو فعّال غړئ ؤ کوم چی د روسئې د چټک پر مختګ د مخنیوی دنده ور سپارل سوې وه او دا ماموریت ئې د مارکسیزم تر ماسک لاندی په بریالیتوب تر سره کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب