Home+زمبابوې، افغانستان سره لوبو لپاره هند، امارات او پاکستان ته د تګ...

زمبابوې، افغانستان سره لوبو لپاره هند، امارات او پاکستان ته د تګ اجازه ترلاسه کړه

تاند (پنج شنبه، د دلوې ۹) د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د کرکټ لوبې راتلونکې فبرورۍ میاشت کې پیلېږي.

تازه د زمبابوې د سپورټ فدراسیون د دغه هېواد کرکټ بورډ ته اجازه ورکړه چې، له افغانستان سره د لوبو لپاره اماراتو، پاکستان او یا هم هند ته لاړ شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، له زمبابوې سره را روانې لوبې د افغانستان په کوربتوب پیلېږي.

افغان کرکت بورډ وایي چې،په دې لوبو کې ۳ شل اوره ۳ یو ورځنۍ او ۲ ټېسټ یا پنځه ورځنۍ لوبې شاملې دي.

زمبابوې داسې مهال نورو هېوادونو ته د سفر اجازه ترلاسه کوي چې لا هم په دې هېواد کې د کورونا له امله ټول ښارونه تړلي دي.

د یادونې ده چې افغانستان له دې وړاندې له ایرلینډ کرکټ لوبډلې درې یو ورځنۍ لوبې وګتلې او د سوپر سېکس سیالیو په جدول کې یې ۳۰ نومرې ترلاسه کړې.

د سرچینې په حواله له زمبابوې سره سیالۍ هم د سوپر سېکس سیالیو برخه ده چې ګټل یې د افغانستان لپاره خورا مهم دي.

د سوپر سېکس سیالیو په لړکې افغانستان د نړۍ له بېلابېلو پیاوړو لوبډلو سره ۲۴ لوبې لري چې ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د تګ لپاره یې لږ تر لږه د ۱۴ ګټل ورته اړین دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...