جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد روڼتیا څار نړیوال سازمان: افغانستان د نړۍ په کچه ۱۲ فاسد...

د روڼتیا څار نړیوال سازمان: افغانستان د نړۍ په کچه ۱۲ فاسد هېواد دی

تاند (پنجشنبه د دلوې ۹) د روڼتیا څار نړیوال سازمان وايي، افغانستان د نړۍ په کچه ۱۲م فاسد هېواد دی.

یاد سازمان نن د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې افغانستان په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ۱۹ امتیازونو په تر لاسه کولو سره د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې په ۱۶۵ مقام راغلی او په همدې توګه د نړۍ ۱۲م فاسد هېواد پېژندل شوی دی.

په راپور کې راغلي، افغانستان تر هایټي، کانګو، شمالي کوریا، لیبیا، ګینه، سوډان، وینزویلا، یمن، سوریې، جنوبي سوډان او سومالیا وروسته د نړۍ تر ټولو ستر فاسد هېواد دی.

د روڼتیا سازمان دغه راز ویلي، افغانستان که څه هم له فساد سره د مبارزې برخه کې مهم پرمختګ کړی دی خو تینګار یې کړی دی چې له فساد سره مبارزه یو پیچلی کار دی او افغان دولت اوسمهال له ډېرو ننګونو سره مخامخ دی او همدا لامل دی چې له فساد سره مبارزې برخه کې څنګه چې لازمه ده، هماغسې لاسته راوړنې نه لري.

بله خوا د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د روڼتیا بین المللي سازمان د ۲۰۲۰ کال د راپور پر بنسټ، افغانستان اداري فساد سره د مبارزې په نړیواله درجه بندۍ  کې د ۱۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د تېر کال په پرتله، اته درجې صعود کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي، د هیواد په عدلي او قضايي دستګاه کې اصلاحات، اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون ایجاد او فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت نور فعالیتونه د افغانستان د مقام د ښه کېدو  لامل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب