جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو د خبرو پر ځای سفرونه پیل کړي

طالبانو د خبرو پر ځای سفرونه پیل کړي

تاند(پنجشنبه، د دلوې ۹) تهران ته د ملابرادر له سفر وروسته د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو بل پلاوی پرون د روسيې مرکز مسکو ته رسیدلی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، د طالبانو پلاوی، د عباس ستانکزي په مشرۍ روسیې ته تللی او هلته یې، د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د ولسمشر مرستیال او د روسیې د بهرنیو چارو وزازت له چارواکو سره کتلي دي.

نعیم وردګ دغه راز ویلي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې په روان وضیعت، د سولې پر پروسې او د دوحې د تړون پر بشپړ تطبیق کېدو خبرې کړي دي.

د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو پلاوی په داسې حال کې روسیې ته سفر کوي چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو یو بل پلاوی، د ملابرادر په مشري ایران ته  تللی و، چې د هغه هېواد له یو شمېر مشرانو سره یې لیده کاته وکړل.

https://taand.net/%d9%85%d9%84%d8%a7-%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%af%d8%b1-%d8%af-%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d9%85%d9%84%d9%8a-%d8%a7%d9%85%d9%86%db%8c%d8%aa-%d9%84%d9%87-%d8%b3%d9%84%d8%a7%da%a9%d8%a7%d8%b1/

د چارو ځینې کارپوهان ا و د دولت د پلاوي یو شمېر غړي په دې باور دي چې طالبان د سولې لپاره نیت نه لري، ځکه خو یې په دوحه کې روانې خبرې اترې درولي او د سیمې هېوادونو ته یې سفرونه پیل کړي دي.

دوی د خپلې دې ادعا د ثبوت لپاره وايي، له تیرو یوولسو ورځو راهیسې په دوحه کې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي، چې په ښکاره ډول، سولې ته د طالبانو نه ژمنتیا په ګوته کوي.

1 COMMENT

  1. د چارو کارپوهان په دې باور دي، چې طالبان د سولې لپاره نیت نلري، ځکه خو یې په دوحه کې روانې خبرې اترې درولي او د سیمې هېوادونو ته یې سفرونه پیل کړي دي.

    دا خبره کومه مانا لری او که صرف د خلکو وخت ضایع کول دی؟ خبرنګاری هم د شامامود کدو سوی ده.
    غنی چه د جنګ د مشروعیت په فتوا خبری غواړی نو بیا له تالبانو ګیله ولی کوی؟ تاند دی دداسی خام ذهنیت له جوړولو ډډه وکړی. دا به په دوی د پسخند خبره سی.
    درژیم دتیرکال دجنګ لپاره دکرلسوی ازغو د ګلانو وخت رارسیدلی. بیدین بیا ورته خندلی دی. خو دافغان ملت په غرونو د توری تیاری وریځی او تورتمونه راښکته کیدونکی دی. نو تالبان باید دداسی وینه اورونکی بارانو لپاره یوڅه تیاری ونیسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب