Homeخبرونهچک جمهوريت د افغانستان له ټلېکام سره مرسته کوي

چک جمهوريت د افغانستان له ټلېکام سره مرسته کوي

تاند ( پنج شنبه، د دلوې ۹) چک جمهوريت په افغانستان کې د ټلېکام خدماتو پراختیا سره د مرستې لېوالتیا ښودلې ده.

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) وایي چې یاد هېواد دا لېوالتیا نن په کابل کې د اترا ادارې له عمومي مشرعمرمنصور انصاري سره د ليدنې پرمهال ښودلې.

د اترا مسوولان وایي، په دې لیدنه کې د یاد هېواد سفیر ایرژي بالون د ټلېکام د ودې لپاره د هېوادونو په کچه د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویلي چې، هېواد یې چمتو دی څو له افغانستان سره د فریکونسۍ غوره مدیریت، د انټرنیټي خدمتونو د کنټرول او نظارت، د پوښښ ساحې او مکالمو د کیفیت سنجونې برخه کې د لوړ ظرفیت لرونکو وسایلو، تجهیزاتو، ظرفیت لوړونې برخو کې مرسته وکړي.

په ورته مهال په دې لیدنه کې د اترا ادارې عمومي مشر عمر منصور انصاري ویلي دوی سر له اوس نه د مرکزي ولایتونو د فریکونسۍ د مانیټورینګ او نظارت لپاره د تجهیزاتو برابرولو تابیا لري.

د ښاغلي انصاري په خبره هڅه به وکړي چې په ټولو برخو کې  د همکارۍ په موخه د چک جمهوریت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم له ادارې سره د همکاریو هوکړه باندې کار وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...