جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخوست کې د دوه ورونو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي

خوست کې د دوه ورونو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي

د خوست ولایت، تڼيو ولسوالي په اتیمان کلي کې د دوه ورونو ترمنځ شخړه کې دوه تنه وژل شوي او د یوې میرمنې په ګډون دوه تنه سخت ټپيان دي.


د مالوماتو له مخې وژل شوو کسانو کې زوی او پلار، (معلم داود او شفیق الله داودزی) شامل دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شوو مالوماتو له مخې ویل کیږي، چې یو وژل شوی کس شفیق الله داودزی د تورغاړې په منځني ښوونځي کې ښوونکی و.

د شخړې د رامنځته کېدو لامل، د دوه ورونو ترمنځ د ځمکې پر سر جنجال ښودل شوی.

د ځمکو پر سر جنجال او وژنې د افغانستان په څير ټولنه کې کومه نوې خبره نه ده، ځکه ډیر کله، په ورته موضوع، د ماشومانو د جنجال پر سر او یا ډیرو عادي مسایلو لفظي شخړې پر وسله واله نښته اوښتي دي، چې ګڼ شمیر کسان په کې وژل کیږي.

همدا دوه اونۍ وړاندې، په یوه ورځ په کاپیسا ولایت کې یو ورور بل ورور وژلی و او په سرپل کې بیا یوې میرمنې خپل خاوند په تبر له منځه وړی و.

تیره ورځ بیا د هېواد په ختیځ ننګرهار کې یو کس خپله میرمن، چې په افغان پوځ کې یې دنده لرله په خپل کور کې وژلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب