جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+انساني دفاع | ګل آغا احمدي وردګ

انساني دفاع | ګل آغا احمدي وردګ

د ځمکې د ساتنې لپاره صالحو کسانو ته اړتیا ده، صالح او مومن انسانان تل له شریرو انسانانو څخه د ځمکې د ساتلو، دفاع او حراست مقام ګټي او دغه ستره دنده پر غاړه وړي. هغه کسان به هرو مرو په خپله سزا ورسېږي، چې د ځمکې په سر د آبادۍ نښې له منځه وړي او د طاعون د ناروغۍ په څېر د نورو انسانانو د ژوند په برخلیک لوبې کوي. ظلم هرو مرو پای مومي او د ظلم په پای کې صالح مومنان د دې توانايي پیدا کوي چې د نورو انسانانو د خدمت چوپړ پر غاړه واخلي او داسې یوه ټولنه جوړه کړي چې هلته یوازې یووالی، مینه، خوښي، ورورګلوي، محبت او هر اړخیزه خوشحالي په خپلو ویاړمنو پلوشو سره ژوند ته د روښانتیا ویاړ بخښي. لوی خدای (ج) فرمایلي دي:

                          [1] البقرة، ۱۲۵ آیت

ژباړه: «په پای کې د الله په امر هغوی کافران وځغلول او داود جالوت ووژاه او الله (ج) هغه ته سلطنت او حکمت ور په برخه کړ او هر هغه څه یې ور زده کړل، چې د الله خوښه وه. که دغه شان الله (ج) د یوې ډلې مخنیوی په بلې ډلې نه کولای نو د ځمکې نظام به ګډوډ شوی وای، خو پر نړیوالو د الله (ج) لوی فضل دی (، چې هغه په دغه ډول د فساد د مخنیوي لارې چارې برابروي ).»

لوی خدای (ج) فرمایلي دي:

               ،[2] المومنون، ۷۱ آیت

ژباړه: او که چېرې حق د دوی په غوښتنو پسې تللی وای نو د آسمانونو او ځمکې د هرڅه نظام به ګډوډ شوی و، نه بلکې موږ د دوی خپل ذکر دوی ته راوړی دی او دوی له خپل ذکر څخه مخ اړوي.

لوی خدای (ج) فرمایلي دي:

             . الانبیاء، ۲۲ آیت

ژباړه: که په آسمان او ځمکه کې له یو الله (ج) څخه پرته نور خدایان هم وای نو د  ځمکې او آسمان دواړو نظام به وران شوی و؛ نو د عرش هستوونکی پالونکی الله (ج) له هغو خبرو څخه پاک دی، چې دوی یې جوړوي.

             . الاسراء،[3] ۴ آیت.

ژباړه: «او موږ په خپل کتاب کې بني اسرائیل په دې هم خبر کړي وو چې تاسې به په ځمکه کې دوه ځله ډېر لوی فساد را ولاړ کړی او لویه سرغړونه به وښایاست.

هغه کسان چې په ځمکه کې فساد خپروي، ورانی کوي، د آبادۍ جرړې له بېخه باسي، انسانان په بېلابېلو نومونو وژني او د خلکو د ځورېدنې سبب کېږي او په خپله ګناه اعتراف نه کوي، دوی په شعوري او غیر شعوري توګه ادعی کوي چې موږ خو ښه کارونه کوو او دغه ګامونه چې موږ یې پورته کوو، ګواکي دا خو د اصلاح په موخه دي. په حقیقت کې دوی فساد کوي او ورانکاري اعمال د اصلاح سره هېڅ راز تړاو نه لري. لوی خدای (ج) فرمایلي دي:

                    [4] البقره، ۱۱ او ۱۲ آیتونه

ژباړه: کله چې هغوی ته وویل شول چې په ځمکه کې فساد مه کوئ، نو هغوی وویل چې موږ خو اصلاحات راوستونکي یو. پام ولرئ ! په حقیقت کې همدوی فساد کوونکي دي خو شعور ورسره نشته.

انساني دفاع په ټولنه کې د سوله ییزو اعمالو، پوهنې، اقتصاد، صنعت، تخنیک او هنر په غوړېدو سره ممکنه ده او د انسانیت د تاریخ په هېڅ یو پړاو کې هم تاوتریخوالی د انساني دفاع لپاره مناسب نه دی ګڼل شوی بلکي تاوتریخوالی د انسانیت معیارونه په چورلټه توګه ورانوي او د انسانانو ژوند ته وحشي بڼه ورکوي.

لوی خدای دې انسانان پوه کړي څو په سوله ییزو معیارونو، سمو او مناسبو اعمالو سره د هغو مخلوقاتو خدمت وکړي چې د دوی چوپړ ته اړتیا لري. آمین

[1]  قرآن کریم، د البقره سورت، ۱۲۵ آیت

[2]  قرآن کریم، د المومنون سورت، ۲۲ آیت

[3]  قرآن کریم، د الاسرا سورت، ۴ آیت

[4]  قرآن کریم، د البقره سورت، ۱۱ او ۱۲ آیتونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب