شنبه, جولای 27, 2024
Homeادبکره کتنهښایست، فلسفه او خوشال/ اجمل پسرلی

ښایست، فلسفه او خوشال/ اجمل پسرلی

« دا مقاله د هغه نوي چاپ شوي کتاب برخه ده چې روانه اونۍ به په کابل کې د خوشال خان خټک د نړیوال سیمینار په ترڅ کې وویشل شي»

نه یې ملک نه یې لښکر نه یې ګنجونه

تر خانانو دماغي دې ښکلې نجونې

خوشال خټک

ښایست د فلسفي بحث یوه مهمه برخه جوړوي. فلسفه داسې پوښتنې کوي:

 جمال نړیوال دی؟

 څرنګه پرې پوهیږو؟

څرنګه یې خپلولی شو؟…

 د نړۍ ګڼو سترو فیلسوفانو د لرغوني یونان له اپلاتون او ارستو رانیولې تر معاصرو پورې دغه ډول سوالونه کړي او د ځوابونو د موندلو لټه او هڅه یې کړې ده.

اپلاتون ښایست په نظم کې ویني، ارستو بیا همغږي د ښایست برخه ګڼي خو د ښیګڼې مساله هم ورزیاتوي.

د اپلاتون په باور ښایست دوه ډوله دی یو د طبیعت او ژوندیو موجوداتو ښایست دی بل هندسي ښایست دی لکه کرښه، دایره…. د اپلاتون په باور طبیعي ښکلا نسبي ده او هندسي ښکلا مطلقه.

د نسبي ښایست پلویان استدلال کوي  چې کله هم دا نه وایو چې پلانۍ یو مخ بدرنګه ده، په نسبي شکل وایو چې دا نجلۍ تر هغې یوې ښکلې ده یا دا ځوان تر هغه یو  بدرنګ دی. د مطلق ښایست پلویان بیا وایي چې تناسب په خپله د ښایست سبب کیږي او که ښایست په تناسب معلوم شي نو بیا هم ښایست مطلق شو.

یوناني فیلسوفان په دې باور دي چې ښایست د انسان د حواسو د درک نتیجه ده. دا نظریه فیلسوف الکساندر ګوتلیب باوم ګارتن (۱۷۱۴-۱۷۶۲ م) داسې بدله کړه چې ده  وویل چې ذوق د حواسو په مټ د قضاوت قابلیت لري نه د فکر په مټ. د دغه جرمني فیلسوف په باور د ذوق دغه وړتیا خوشالي یا خپګان پیدا کوي چې په دې ډول ښایست انفرادي درک کیږي. تر باوم ګارتن مخکنیو فیلسوفانو داسې اټکل کاوه چې د ښایست درک عمومي دی، که یوڅوک ښایسته وي ټولو ته ښه ښکاري.  خوشال ته هم ښایست چې مینې ته لار پرانیزي عمومي نه ښکارې د انفرادي زړه درک ښکارې: 

د رښتینې مینې کار خو د خپل زړه دی

دروغجنې مینې غواړي تورې سپینې

د زړه غوښتنې له عقل سره ډیر کله تطابق نه لري. جرمنی فیلسوف ایمانویل کانت (۱۸۰۴-۱۷۲۴م) هم په دې باور دی چې د ذوق په ډګر کې د عقلي اصولو په نوم څه نه شته ځکه چې په دې برخه کې هرڅه د ذهني قضاوت تابع وي.

همدا خبره خوشال خټک داسې کوي:

عقل و عشق چې سره دواړه په دعوه شي

بل مجال د عقل نه شته بې ګریزه

د خوشال بابا په باور عقل ځکه کمزوری کیږي چې د عشق د خونړیو لښکرو تاب نه لري:

عقل خپل پوځونه تار په تار خواره کا

چې پرې رایشي د عشق خوني لښکرې

خوشال خان خټک هغه څوک دی چې تر ډيره یې نظر د ښایست د راپیژندلو په برخه کې د فیلسوفانو په څير پر تحلیل ولاړ دی، پر هغه تحلیل چې ده د خپل ژوند له تجربو ترلاسه کړی دی. البته د خوشال تحلیل هنري دي. هنري تحلیل د خیال په مټ لوړې ژورې لري خو که چیرته د خوشال ټولو غزلو ته د یوه واحد اثر په سترګه وکتل شي بیا یې د ښایست په برخه کې له فلسفي تحلیل سره پرتله کول اسانیږي.

د نوې فلسفې له مخې ښایست مشترک احساس نه دی. څوک د ګلاب ګل خوښوي، څوک بې ګله بوټي ته زنګیږي…. د انسانانو ښایست هم متفاوت دی. د ښایست د راپیژندلو په برخه کې د شاعر ذهن د فیلسوف په څیر نه وي چې د یو شي په اثبات پسې جدي وګرځي شاعر غواړي چې د یو شي له تاثیره مو خبر کړي:

که هزار ځله شیخي کوې خوشاله

چې ښه ښکلې در نژدې شي خوله یې کښل کړه

ستر خوشال په یوه بل بیت کې وایي:

چې دا هسې سحرګرې سترګې ستا دي

 په ناحقه د تقوا لافې زما دي

ښایست یو احساس دی چې کیدای شي په مینې بدل شي او مینه داسې بڼه خپله کړي چې میین فکر کوي چې له بدیهي واقعیت سره مخامخ دی. هغه څه چې په عقل پیژنو هغه د اکثر فیلسوفانو په باور واقعیت دی، لکه فرانسوی فیلسوف رنه دکارت ( ۱۶۵۰م مړ) چې وایي،

۲ جمع ۳ پنځه کیږي، مربع کله هم تر څلورو ډيرې ضلعې نه لري  نو پر دغو بدیهي باورونو د درواغو ګومان نه شي کیدلی ځکه چې دا باورونه د عقل په مټ پیژندل شوي دي نه د حواسو په مرسته.

فلسفه د ښایست د معلومولو لپاره داسې پوښتنې هم کوي:

څه ته ښایسته ووایو؟

ولې ښایسته، زړه راښکونکی ښکاري؟

زموږ په اکثرو شعري مجموعو کې دغه فلسفي پوښتنې ښې نه دې ځواب شوې. ځکه چې زموږ په ډیرو ټولګو کې معشوقې ته د جانان، یار، ګران، ګرانې، ښکلی، ښکلې، ښایسته…..خطاب کوو او دا صفات بیا نه راسپړو. که چیرته موږ د اکثر افغان شاعرانو یوه شعري ټولګه وګورو یاد صفات به له فزیکي او روحي پلوه هغسې چې د ښایست د بیان غوښتنه ده، نه وي بیان شوي. کله چې له دې دوو اړخونو ښایست توضیح نه شي نو بیا د پورته فلسفي پوښتو ځواب له شعره نه شو ترلاسه کولی.

د پورتنیو فلسفي پوښتنو د ځواب موندلو لپاره باید جزییات بیان شي. که چیرته ولیکو چې معشوقه ښایسته ده یا ګرانه ده. دلته ښایست او ګرانښت صفت دی، خو ځانګړی صفت نه دی کلي صفت دی. هنر کل نه دی جزء دی یا په بله معنا هنر په جزء کې کل دی.

خوشال هغه شاعر دی چې په خپلو غزلو کې یې د ښکلا جزییاتو ته پام کړی دی. په دې غزل کې د معشوقې د تن غړي داسې تشریح کوي:

په هره کوڅه ګرځم، که مې چا لیده رنګینه

ګل مخه، عنبربویه، هوسۍ چشمه، مه جبینه

په خوله غونچه دهانه، په غاښونو در دندانه

په دواړو خوږو شونډو تر شکرو لا شیرینه

په  زنې  لکه   سیبه،  په غبغبو  دلفریبه

په غاړه لکه زاڼې سبر قده تن سمینه

په تور باڼه ناوکه   په ابرو لینده بې شکه

په پوزه لکه لیندی چې راپاڅي له کمینه

ګلګونې ختې واړه، مرصع منی په غاړه

ټیکه په تندي ایښې په زلفینو عنبرینه

په خوی خوني خون ریزه مهرجنه جنګ امیزه

بې باکه عاشق کشه، بې پروا له داد و دینه

که زر خونونه کاندې زړه یې نه شي لاندې باندې

لا نور ورپسې غواړي خوشالیږي څو چې مرینه

د دې غزل په مطلع کې شاعر په یو چا پسې کوڅه په کوڅه لالهانده دی بیا یې صفات بیانوي.

برتراند راسل د شلمې پیړۍ مخکښ انګریز فیلسوف (۱۹۷۰م مړ) په دې باور دی چې د هنر له نظره ژر وصال ښه نه وي، خو د ده په اند دا پکار نه ده چې وصال ناممکن شي. امریکایی فیلسوف ویلیم جیمز دورانت (۱۹۸۱م مړ) هم د ښایست په برخه کې پر تلوسې ټینګار کوي، دورانت مثال راوړي چې کله څه ژدوو او په خوند یې نه پوهیږو تلوسه مو ورته ډیریږي او ارزښت یې زیاتیږي.

جرمنی فیلسوف فریدریښ ویلهلم نیچه( ۱۹۰۰ م مړ)  ښایست د انسان له ذهن سره مرتبط ګڼي. نیچه په دې باور دی چې ښایست یو شی نه دی، ښایست زموږ د تن دننه یو حالت دی.

کله چې شاعر وایي دا ښایسته ده. دلته فلسفي ټکر رامنځته کیږي. په فلسفه کې مطلق حکم نه شي کیدای د همدې لپاره یو شمیر فیلسوفانو ته ښایست ذاتي انفعال ښکارې لکه د سړې او تودې هوا په وړاندې د انسان احساس. کله چې وایو دا ښایسته ده، نو دغه ښایست د ټولو په سترګو یو رنګ نه دی.  روایت دی چې مجنون ته چا وویل، دا لیلا خو ښایسته نه ده، ده ورته وویل، زما په سترګو ورته وګوره، خوشال وایي:

که لیلا و نور عالم ته کښلې نه وه

په دا څه چې و مجنون ته وه خوشرنګه

اپلاتون وایي، ښایست د شیانو ترمنځ له کل سره همغږي ده. که  مثلا یوه ودانۍ وي د هغې د وره، کړکۍ، دیوال….ټولو ترمنځ یو تناسب پکار دی. جزء په کل کې باید متناسب وي. لکه د خوشال په دې بیت کې د خال او زخې تناسب په یوه مخ کې:

هره مینه چې په خال په زخه کیږي

هغه واړه د ښه مخ له مخه کیږي

فیلسوفان بیا د ( تناسب) په باب پوښتنه لري چې ( تناسب) څه شی دی؟

ځیني په دې باور دي چې د انسان د ښایست په اړه تناسب د فردي احساس پر بنسټ تعینیږي. دغه تناسب انسان جذبوي، دغه جاذبه مینه پاروي او مینه حرکت رامنځته کوي.

لاس ترلاس نیولي، سره ګرځو، کښینو ، پاڅو

خپله خوشالي، هوا، هوس کړو په خندا یوو

له لویه سره د  Epistemology یا د پیژندنې د علم له مخې مفاهیم درې ډوله دي:

ذهني مفاهیم Subjective Conceptes

عیني مفاهیم Objective Conceptes

ګډ مفاهیم Mixwd Conceptes

خوښي، ویره، غم، هیله… دا ذهني مفاهیم دي ځکه چې دباندې وجود نه لري. هغه شیان چې په بهر کې جسمي حضور لري، لکه موټر، الوتکه، دیوال…دا عیني مفاهیم دي. یو ډول هم سره ګډ مفاهیم دي چې په هغوی کې ښایست راځي. ښایست هم په ذهن کې شته او هم بهر یو څه شته چې انسان ته ښه ښکاري.

یو شمیر کتونکي په دې باور دي چې ښکلا د موجوداتو عیني صفت دی چې د انسان ذهن د یو لړ اصولو او قواعدو په مرسته هغه درک کوي. شاعر بیا په خپل شعر کې دغه واقعیت انځوري. د دې نظریې پر بنسټ شاعر واقعیت بیانوي.

د پخوانۍ او د منځنۍ پيړیو په فلسفه کې تر ډیره ښایست داسې څه ګڼل شوی دی چې د انسان له تجربې بهر دی، خو سکاټلنډی فیلسوف ډیویډ هیوم (۱۷۱۱ –۱۷۷۶) په دې نظر دی چې ښکلا په شیانو کې نه شته، ښکلا په عقل کې وي او هر عقل بیل جمال درک کوي.۱

 عقل د ژورو تجربو په ترلاسه کولو عمیق خیال خپلوي او د پیاوړي خیال په مټ د خوشال په څیر ښایست راپيژني. ګومان کوم په پښتو ژبه کې هیڅ شاعر د خپل ژوند له تجربو په شعر کې دومره استفاده نه ده کړې لکه خوشال چې کړې ده. خوشال به ښکار کاوه، په لوړو ژور به ګرځیده او چې څوک داسې سفرونه کوي هغه بیلابیل څاروي ویني. دغه تجربې دې ستر شاعر د ښایست د بیان لپاره له موږ سره شریکې کړې دي.

د خوشال خټک عشق  د ده د یو بیت له مخې درې  څانګې لري:

یو د ښکار، بل د کتاب، بل د دلبرو

 په جهان کې نورې نه شوې دا درې مینې

خوشال له ښکار او کتاب سره په ځینو بیتونو کې دلبرې یوځای یادوي، په یوه بیت کې وایي:

 له ماسره کتاب وي پکې واړه غزلونه

له تاسره مینا وي د ګلزار په تماشا یوو

د ( بازنامه) دغه لیکوال زرکه له معشوقې سره داسې پرتله کوي:

که نیولې زرکه باز پریږدي له چنګه

زه به هم له لاسه پریږدم شوخه، شنګه

په یوه بل بیت کې بیا د ښکار یوې صحنې او ښایست ته داسې اشاره کوي:

راښکاره چې د دلبرې د مخ خال شي

لکه ښکار د ښکاري ولګي خوشال شي

د میینې خال په یوه بل بیت کې د ماهرانه تضاد په ډول داسې یادوي:

د مخ خال دې تور کارګه دی زما زړه وړي

د بازونو، د شاهینو ښکار په زاغ کړه

یو ځل بیا  ښکار، معشوقه او د خوشال جرات:

خوله یې پټه خوره خوشاله

باز د ښکار غوښې په غلا خوري

ښکلا که څه هم د نوې فلسفې له مخې انفرادي درک کیږي خو په خپل ذات کې یو پراخ مفهوم لري چې د معرفي لپاره یې د ځانګړیو تجربو بیان ضروري دی. د کره کتونکو په باور هنر تجربې شریکوي چې دغه تجربې د هنرمند او هنرخوښي ارتباط پیاوړی کوي.

خوشال بابا د ښکار یوه تجربه داسې هم رااخلي:

تورې، تورې زلفې، کبود خال لکه کوتره

راشه که یې ګورې پرې بندي یو څه شهباز دی

د معشوقې د راپیژندلو لپاره خوشال یوازې د ښکار په تجربو او تشبیهاتو تکیه نه کوي. چې غزلې یې ګورو دی د خپل ژوند له نورو تجربو هم کار اخلي.

خوشال د میینې د خال ستاینه د خپل ژوند د یوې تجربې له مخې داسې کوي:

ته به وایې حبشي شکرې پیري

هغه خال یې چې د دوو شونډو ترڅنګ دی

په یوه بل بیت کې بیا  هندو هلک له خال سره تشبیه کوي:

د شکرو په دوکان هندو بچه دی

که تور خال دی ستا په سرو شونډو جا ګیر

دغه ښایسته چې هم د هندو او حبشي دوکان په وخت خوشال ته وریادیږي، هم د غزلو د لوستو پر مهال د خوشال په ذهن کې شته او هم یې د ښکار په زمان ترسترګو سترګو کیږي، څه ځانګړتیاوې لري؟

تر هر چا دی زما یار ښه

شیرین لب و شکربار ښه

تر سنبلو یې ښې زلفې

تر ګلونو یې رخسار ښه

تورې سترګې، تورې وروځې

تور ګیسو یې تار په تار ښه

تنګه خوله یې نیسته هسته

لکه خوله، هسې ګفتار ښه

لکه در هسې غاښونه

لاتر درو سپين هموار ښه

تر ویښته یې ملا نریه

نن یې لا تر سپین چوتار ښه

قد یې ښه تر سبر ونې

لکه قد هسې رفتار ښه

چې هرځای وته یې ګورم

سر ترپایه پریوار ښه

خدایه ماتې هغه خولې کړې

چې به وایي هندوبار ښه

هومره کلي ډیر ښارونه

پکې نشته یو نګار ښه

چې پکې خواږه یاران دي

پيښور تر هر دیار ښه

په موسم د ښو ګلونو

تر هرڅه د میرې ښکار ښه

ښه په هند کې چنباګل دی

تر دا ګل د وطن خار ښه

د سرای قدر نور چا نه زده

په خوشال دی تر فرخار ښه

په یو بل غزل کې خوشال خټک د ښایست لپاره یو شمیر صفات بیانوي، په دغو کې ښه اندام، په ښار کې بې جوړې، ښه ونه، ښایسته ویښته، ښکلې سترګې، وړه خوله، ښکلي غاښ، ښکلې شونډې، ښې خبرې، ښه ناز، وفاداري…یادوي:

زه یو یار لرم زیبا ښه

سرترپایه دلربا ښه

ښایسته په شپږ جهته

هر اندام، جدا جدا ښه

څو د شهر ښایسته دي

دا په حسن تر هر چا ښه

تن یې ښه د ګل تر پاڼو

تمامي قد و بالا ښه

دواړه زلفې عنبرپاشې

ګل عذار تر لاله    لا ښه

تورې سترګې، تورې وروځې

تور باڼه اوږده والا ښه

تنګه خوله حقه د لعلو

غاښ یې در همت بها ښه

ګبینه یې سر د ژبې

دواړه لب یې تر حلوا ښه

ګلریزي که په خبرو

تر شکرو په خندا ښه

څړه نیاز اوڅړه ناز وي

په جفا ښه په وفا ښه

که مې وژني تبیغ راواخلي

د دې تیغ لګي په ماښه

که هوا ده د ښه مخ ده

نشته ښه تر دا هوا ښه

خوشال که په یو غزل کې انساني ښایست یادوي نو د پورتني غزل په څير تنها د ښکلا په ظاهري بڼه بسنه نه کوي ځکه چې ظاهري ښایست نیمګړی دی. بشپړ ښایست هغه دی چې له ظاهر سره باطن یوځای شي. په تلویزیون کې مې یو ترکي تاریخي سریال د ( حریم سلطان) په نوم لیده، په دې سریال کې یوه ښایسته نجلۍ وه خو ښه نه ښکاریده ځکه چې د بد کرکټر رول یې ادا کاوه. یو وخت مې بیا په فیسبوک کې د دې عکس ولید ما ویل اوهو دا خو ښایسته ده ، نو ښایست یوازې ظاهري نه وي. دلته بیا بل فلسفي بحث راځي چې ښه څه دي؟

دا بحث مو له موضوع بل لور ته بیایي خو یوازې دا یادونه ضروري ده چې انساني ښایست باید د هغو ښو په تلله وتلل شي چې اکثریت انسانان پرې متفق دي.

خوشال افراطي شاعر نه دی چې هر وخت به یې معشوقه په شعر کې بې جوړې وي، دی چې څه احساس لري او څه احساس کوي هغه موږ ته بیانوي. یو نیم ځل د ده معشوقه بې جوړې کیږي:

په دا شهر کې دې نه وینم څوک سیاله

خبردار نه یم د بل شهر له حاله

په دې بیت کې خوشال خپله معشوقه یوازې په یوې سیمه کې بې جوړې ویني. ځکه چې دی ښایست پيژني چې په یوې سیمي، یا یو نظر کې محدود نه دی. خوشال چې د جمال شاعر دی دا هم راته وایي چې ښایست یوځای نه وي:

چې خپل یار وته نظر وکړم خوشال شم

 ترجمال پورې یې بل جمال مفقود دی

 د همدې لپاره د ده په شعرونو کې ریښتونی ښایست موندلی شو هغه ښایست چې د اغراق او غلو په چادري کې نه دی راګیر شوی، په یوه بیت کې وایي:

رنګ دې  ښه دی، خوی دې بد دی

زه خوشال یم ما رښتیا زده

د حقیقت له ویلو سره رښتونی احساس رابرسیره کیږي، رښتونی احساس له موږ سره د حقیقي ښایست په بیانولو کې مرسته کوي:

کله ناز، کله ښکنځل کړې، کله مهر

له خوشاله مروره که پخلا یې

دغه ښایسته چې کله ترخې کله خوږې خبرې کوي. د وینا ترڅنګ یې بد عمل هم خوشال غندي:

ګله نور عیب دې نه شته عیب دې دا دی

چې په وازو سترګو ګورې و هر خس ته

په یوه بل بیت کې بیا د معشوقې ښه او بد خوی داسې راسپړي:

په ښایست کې یې تقصیر د صورت نه شته

خو یو دغه عیب لري چې په زړه سنګ دی

د ګڼو فیلسوفانو له نظره عشق او عاشق دوه اړخه لري. جرمنی فیلسوف ارتور شوپنهاور (۱۷۸۸-۱۸۶۰م) وایي، مینه ګل ده او ښځه یې ازغی دی. کیدای شي چې ځیني نور شاعران هم د خوشال په څیر له معشوقې څخه د ګیلې په توګه په شعر کې د هغې د خوی بدي بیان کړي، خو خوشال ته که څوک له رنګه هم ښه نه وي ښکاره شوې، ښکاره ورته وایي:

نه په اصل دومره ښه نه ښایسته یې

تا په کوم توکي راوړی دا دماغ دی

داسې نه ده چې خوشال یوازې بدرنګو ته سپینه خبره کوي، دی ښایسته و ته هم ښکاره غږیږي:

چې دې خوی خصلت د رنګ سره جوړ نه دی

رنګ دې ورک شه، که هرڅو په رنګ زیبا یې

هغه ښایسته چې راز نه ساتي هغه هم غندي:

چې د یار له جوره چا وته ژړا کړې

د یارۍ بلا په تا شه دروغجن یې

د اتلسمې او نولسمې پیړۍ په ترڅ کې یو شمیر مشهورو فیلسوفانو د ښایست موضوع ته پاملرنه زیاته کړه، خو د شلمې پیړۍ په پیل کې دا بحثونه ساړه شول او په هنر کې ښایست ته د اساسي ټکي په سترګه هغسې ونه کتل شول لکه پخوا چې به جمال سرلاری و. د دوه زرم کال له پیل سره بیرته د جمال علم ته پام زیات شوی دی او د پرمختللیو هیوادونو په پوهنتونو کې توجه وراوښتې. دغه علم ته فیلسوف یو رنګ ګوري او شاعر بل رنګ. فیلسوف مو له بنسټونو خبروي او د منطق ښایست راښکاروي. شاعر بیا د ښایست منطق ته ګوري او د جمال بنیاد تشریح کوي.

 خوشال په دې غزل کې د هندي ښایست منطق او بنیاد موږ ته واضح کوي:

که هرڅو دي پښتنې نجونه طنازې

دا د هند سکڼۍ هم نه دي بې نیازې

نه یې جنګ، نه یې ماڼې، نه یې هوډونه

څړه مهرې، څړه مینې، څړه نازې

خو یوه ذره پړه ناسازه درکا

په ماڼې که نه دعوې کاندي اغازې

په خدمت کې تر صباحه لکه شمه

په یوه قدم ولاړې، ځان ګدازې

په غمزو، په کرشمو، په مکیزونو

فرح بخشې، غم تراشې، دلنوازې

په ادب، په ظرافت، په رموز پوهې

د صحبت، په علم څو رنګه ممتازې

که هزار جور و جفا ویني له تا نه

بیا له تا سره خندا کا په خوله وازې

نوې نوې ښیوې کا، درته جوړیږي

په څو رنګه جلوه کا، جلوه طرازې

د بڼو څوکې یې نیغې ځي تر زړونو

چې تیره تیره کاته کا لکه بازې

په جیو جیو درته پستې خبرې وایي

هرزمان له تا په څو رنګه همرازې

عجب سرې په پانو شونډې درته خاندې

میخي غاښ په میسي تور عشوه پردازې

غټ غټ تي له انار، په ملا نرییې

سرترپایه د اومو وریښمو سازې

د صورت په لطافت بې مثله روغې

په قامت تر سروې ونې سرفرازې

خرخشې یې د خوشال له دله نه ځي

که جدا دي دماغي باریک مجازې

په یو بل غزل کې بیا د هند د غنم رنګو د څیرې او احساس ستاینه کوي:

که په هند کې نشته سپینه

هوسۍ سترګې مه جبینه

خدایه ته وماته راکړې

یوه سبزه نمکینه

په دوو زلفو عبرپاشه

په دو شونډو شکرینه

چې هرځای وته یې ګورم

ښایسته کښلې مهینه

خودنمایه خود ارایه

خود پسنده، نازنینه

هوښناکه، ښیوه ګره

شوخه، شنګه دل سنګینه

د یارۍ په علم پوهه

سخندانه نکته چینه

ورځ وشپه کا ځنې چارې

په خوشال د کښلیو مینه

ښه شعر دې یو سفر ته بیایي، کیدای شي چې شیبه وي یا اوږد سفر وي، خو ښه شعر د ځینو په باور لوستونکي ته داسې احساس ورپه برخه کوي لکه دی چې همهغه د شعر په مکان کې دی یا غواړي چې ورشي. د خوشال شعر دې غره ته بیایي، خپلې زمانې ته دې ورولي، د هند پر بازارونو دې ګرځوي د وخت له خوړو او  دودونو راجونو سره دې بلدوي. ښایي زموږ یو شمیر نور شاعران مو هم پر یوه مکان وګرځوي خو په دغه مکان کې یې ممکن انساني ښایست هیر وي. خوشال چې چیرته پښه ایښې انساني ښایست یې له پامه نه دی غورځولی. ده که په هند کې هندي ښایست کشف کړی، په خپل هیواد کې هم چې چیرته تللی دی د همهغې سیمې ښایست ته یې پام کړی دی. د اپریدو ښایست ته په یوه غزل کې داسې اشاره کوي:

ادم خیلې اپریدۍ دې سرې او سپینې

پکې شته دي ښایسته په رنګ رنګینې

غټې سترګې، لوی باڼه پراخې وروځې

شکر لبې ګل رخسارې، مه جبینې

تنګې خولې لکه غوټۍ هوار غاښونه

سر یې ګرد په تورو زلفو، عنبرینې

په وجود کې لکه ها  له ویښتو خلاصې

پښې کمکۍ، غونډې پنډې پهن سرینې

ترنځې ګیډې، سینه ورې، ملا نرۍ

 قد یې سم له الف، په تن سمینې

که خوشال اپریدي ستایي د بونیر ښایست ته یې هم ورپام دي:

د چین او د ماچین مې اوریدلي په غوږو دي

په سترګو مې لیدلي د بونیر دي ښایسته

دی د ترکانو او تاجکانو ښایست ته هم اشاره کوي:

د ښایست برخه یې ورکړه وترکانو

محبت راپیدا کیږي له تاجکه

د ښایست د بیان په برخه کې د خوشال کمال دا دی چې د یو عمر خلک نه ستایي، دی  مو د بیلابیلو سیمو د ښځو او پيغلو د جمال ترڅنګ د پیغلوټو له ښایسته هم خبروي:

زړه مې یووړلو خورد سالې

ښایسته پرې مثالې

تر ښه قد و تر قامت یې

سروې هم بې اعتدالې

په دوه زلفو عنبر پاشه

دواړه وروځې یې هلالې

تورې سترګې یې تور زاغ دي

راپیدا د یار له ځالې

که خبره د عشق وي او د عمیق عشق نو بیا یو تن ستایل کیږي. خوشال بیلابیل کسان ستایي، کله هندي ښایست یادوي، کله پيغلوټي یادوي، کله نور یادوي ځکه چې دی د ښایست د بیان شاعر دی. په خپله وایي:

که هرڅو دي د خوشال معشوقې ډيرې

چې ورتیره تر هرچا ده، هغه ته یې

 سکاتلندي فیلسوف فرانسیس هاچسن (۱۶۹۴-۱۷۴۹م)  وایي، ښایست په تنوع کې یو والی دی یا تنوع په یووالې کې ښایست دی.

یو شمیر کره کتونکي شعر ته په دې سترګه ګوري چې په اصلي ښایست مو پوهوي د امریکایي شاعر او کیسه لیکوال ادګار الن پو(۱۸۴۹ م مړ) وینا ده چې  : « شاعر له ښه او بد سره کار نه لري د شاعر کار یوازې له ښکلا سره دی». عرب لیکوال او شاعر خلیل جبران ( ۱۸۸۳-۱۹۳۱ م)  بیا ټوله لیکوالي ته په همدې سترګه ګوري دی وایي چې موږ د دې لپاره ژوند کوو چې ښایست کشف کړو او نور ژوند په خپله یو ډول انتظار دی.

ماخذونه

1- W. T. Stace, A Critical history of Greek philosophy, MacMillan and coltd, London, 1960, p 326

2-The Practice of Poetry, page by Robin Behn & Chase Twichell, William Morrow an imprnt of Harper CollinsPublishers,2001

۲۸۶ جاودګر هنر، اسد الله غضنفر-۱۳۹۳- لومړی چاپ، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد

7- History of Beauty, by Umberto Eco, Translated by Alastair McEwen, Rizzoli, New York 100 10, 2004

9- History of Beauty  Edited by Umberto Eco, Translated by Alastair McEwen, Rizzoli, New York 100 10, 2004

د خوشال خان خټک کلیات، اوډنه، پرتلنه، سمون او وییپانګه، عبدالقیوم زاهد مشواڼی، چاپ چارې: دانش خپرندوې ټولنې تخنیکي څانګه، پیښور۲۰۰۵ م

– ت. ز. لاوین، از سقراط تا سارتر، ترجمه: پرویز بابایی، موسسه انتشارات نګاه، تهران- ۱۳۸۷

*-Oliver Mary – A Poetry Handbook, Mariner Book Houghton Mifflin Harcourt, Boston, New York

5 COMMENTS

  1. مننه وروره د معلوماتی لیکنی څخه مو
    فقط یو دوه درې ټکی
    غربی فیلسوفان اکثراً خپله د خپلو پېچلو افکارو په تنګو او تاریکو زاویو کی راګیر او حتی د ددې زاویو د مؤقعیت پر سر یو د بل سره توافق نلری همدا علت دی چه فلسفه د علم په خلاف د یوې واحدی موضِع او سنګر څخه بې برخی ده او فقط ځینو شاعرانو غوندی په همهغه خپل تخیل کی لاس او پښې وهی
    اصلاً ښائست نه د نسبیت په لمنه کی او نه د اطلاق په لمنه کی د تعریفونو د تقسیم وړ دی بلکه
    د ښائست یوازنی تعریف او صفت دادی چي
    ښائست یو ابدی او ازلی موجودیت دی چه منشاء ئې یوازی او یوازی د سبحانه و تعالی ذات او جمال او کمال دی
    یا په ژبه وحدت په کثرت کی
    د ښائستې نجلۍ ښائست به مؤقتی وی او ددې ښائست د خریدار هستی به هم مؤقتی وی
    خو د داېرې او مستطیل او انتظام او نسق ښائست ابدی دی
    بل عرض می دا دی چه فکر کوم
    برتراند باسل په اصل کی یو فرانسوی په اصطلاح فیلسوف دی نه انګرېز
    که می یوه ورځ فرصت وموند زه به پدې ځپلو ګوډو ګوتو د غربی فیلسوفانو هغه مرموز افکار درته توضیح کم کوم چه د نن ورځی د غربی انسان د نژاد پرستۍ د احساساتو په
    غوړېدو کی ئې درنه ونډه درلودلې ده
    مننه پسرلی صاحب

  2. دوست صاحب ستاسو له ستاینې مننه او غلام حضرت صاحب ستاسو له نظره. د راسل په برخه کې باید ولیکم چې هغه انګریز دی په ویلز کې زیږیدلی و. د خوشال او ښایست په کتاب کې له دیني اړخه هم همدا موضوع ما رااخیستې ده، خو په دې کتاب کې د انساني ښایست مساله مطرح ده د ښایست موضوع پراخه ده او ما هڅه کړې ده چې په دې اړه بیلابیل نظریات له لوستونکي سره شریک کړم، درنښت، اجمل

  3. سلامونه
    پسرلي صاحب ډيره ښايسته څېړنه ده. خوشال خټک ته زياتره شايد هېشه د پښتون او پښتونوالې له نظره کتل سوي دي، دې ډول ليد خوشال ډير محدود کړي دي. بدبختانه اوس هم دي د نشنل
    رومينټک هيرو په څېر تلقي کېږي.
    ستاسې ليکنه د خوشال او ايستيتيک په اړه مبتدي بحثونو ته لاره پرانيزي. تاسې د اروپايي فيلسوفانو له نظره څو اړخيز کلاسيک تحليل کړي ولې که
    ښکلا پوهنې د تيوريو په نظر که نيولو سره شواي واي نو له دې به لږ نور هم ښه و. بله خبره دا چې خوشال د مشرق سړي دي نو بايد چې د هيندي ، ايراني او عربي ښکلاپوهنې په کانټکسټ که مطالعه شي ، خاصکر د پرسيو-اربيک نقطه نظره.
    ستاسې څېړنه فوق العاده ده . هيله ده چې ټول کتاب يوه ورځ وموندم.
    قسيم ځير

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب