جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکندهار کې ۹ تنه د ترهګریزو پیښو په تړاو او یو انسان...

کندهار کې ۹ تنه د ترهګریزو پیښو په تړاو او یو انسان تښتوونکی نیول شوي

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۹)  د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې کندهار ولایت کې پولیسو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه د ترهګریزو پيښو په تړاو او یو انسان تښتوونکی نیول شوي دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کندهار ښار د پنځمې، نهمې امنیتي حوزو او دغه راز د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند سیمو کې د پولیسو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه د ترهګریزو پېښو سره په تړاو او یو انسان تښتوونکی نیول شوي دي.

خبر پاڼه وايي، یادو کسانو د کندهار ښار په اړوندو سیمو کې د کمین جوړونې او دغه راز د هدفي وژنو د قضیو په برخه کې فعاله ونډه دلوده چې د ملي پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، یوه قبضه تومانچه او څو کړۍ لاسي بمونه هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې ټول هېواد کې د ترهګرۍ او جنايي جرمونو پېښې ډېرې شوي او دې چارې د هېوادوالو اندېښنې ډېرې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب