جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د ایمل پسرلي ناول «مفسد» چاپ شو

د ایمل پسرلي ناول «مفسد» چاپ شو

د مفسد په نامه ناول د ایمل پسرلي دریم ناول دی چې په کابل کې د اکسوس خپرندویې ټولنې خپور کړی دی.

د ایمل پسرلي نوی ناول ٬ مفسد، په حقیقت کې د یوې جګړې ځپلې ټولنې انځور دی. کیسه په کابل کې د جنایي پېښو د تحقیق د یوه امر، صادق، کیسه ده چې کاري ژوند یې له یوې دوه لارې سره مخامخوي. یا به مفسده کېږي او یا به د فساد په تور تورنېږي. د کتاب پر شاتنۍ دوتنې د ناول له منځه یوه برخه داسې راغلې:

٬٬په سیاست کې وفا نشته، په مفسدو خلکو کې رښتیا نشته. خو زه ولې او څرنګه مفسد وبلل شوم. شاید یوازینی بلل شوی مفسد یم چې فساد مې نه دی کړی، یا شاید زه غلط یم، قضاوت یې پر تاسو چې زه مفسد یم که د سکرو په کان ورپېښ شوم له ټولو سره زه هم ککړ شوم. هسې دوړه وه که پوره سکاره و چې خیرن یې کړم؟ دلته هغه ټوله کیسه کوم چې څرنګه تر لویې څارنوالۍ راغلم.،،

د مفسد ناول د افغانستان او په تېره د کابل د تېر شل کلن ژوند ښکلی داستاني انځور دی.

دا د ایمل پسرلي دریم ناول دی. تر دې وړاندې یې د ٬ بې ځالې مرغه، او ٬ لټون، په نامه ناولونه چاپ شوي وو. خو په دې وروستیو کلونو کې یې تر ډېره د لنډو کیسو ټولګې چاپېدلې.

تر اوسه د ایمل پسرلي درې ناولونه، د لنډو کیسو لس ټولګې او د ډرامو یوه مجموعه چاپ شوې ده. د کیسو کیسې او د نړیوالو کیسو کیسې یې د کره کتنې دوه کتابونه دي چې تېر کال چاپ شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب