Homeخبرونهد ملي دفاع وزارت: کندهار کې ۵۲ طالبان وژل شوي

د ملي دفاع وزارت: کندهار کې ۵۲ طالبان وژل شوي

تاند (پنجشنبه د دلوې ۹) د ملي دفاع وزارت وايي، دفاعي او امنیتي ځواکونو د کندهار ولایت په درېیوو ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات کړي چې پر مهال یې ۶۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت نن پنجشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه عملیات د ارغنداب ولسوالۍ  بابران، د پنجوايي ولسوالۍ خیبر غر او د ډنډ ولسوالۍ  په یارو قلعه سیمو کې تر سره شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې ۵۲ طالبان ووژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.

دفاع وزارت وايي په دې نښتو کې د وسله والو طالبانو ۳ مورچلې، یو شمېر وسایط او وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت زیاتوي، طالبانو د کندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو د تګ راتګ په لارو کې ۱۹ د وسایطو ضد ماینونه ځای پرځای کړي و چې د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او شنډ شول.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...