Homeخبرونهد ننګرهار والي له یوه وسله وال برید روغ ووت

د ننګرهار والي له یوه وسله وال برید روغ ووت

تاند (پنجشنبه د دلوې ۹) ځايي سرچینې وايي، د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل هسکې مېنې ولسوالۍ ته په سفر تللی و چې د موټرو پر کاروان یې وسله وال برید وشو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، والي غوښتل چې نوموړې ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د جودرې د نوي جوړ شوي جومات لیدنه او پرانیسته وکړي چې د تګ پرمهال پرې برید وشو او دوه تنه افغان سرتیرې پکې ټپیان شول.

تر اوسه رسمي سرچینو د دې پېښې پخلی نه دی کړی.

د هسکې مېنې د جودرې جومات نژدې یو نیم کال وړاندې د داعش په هغه برید کې ونړېد چې د جمعې د لمانځه پر مهال ‌یې شاوخوا ۸۰ لمونځ کوونکي ووژل.

د یو بل خبر له مخې په دې ولایت کې د دوو بېلو امنیتي پېښو له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې نن سهار ناپېژانده وسله والو د جلال اباد ښار په فارم هډې سیمه کې دوه وروڼه چې یو یې د ملي امنیت او بل یې د مستوفیت کارکوونکی و په ډزو وژلي دي او بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

دغه راز ددې ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې نن سهار شاوخوا ۹ بجې په یوه کرولا موټر چسپکي ماین چاودنه کړې چې له امله یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

تر اوسه د یادو پېښو مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...