جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهصالح: د امریکا د نوې ادارې په راتګ سره د افغانستان په...

صالح: د امریکا د نوې ادارې په راتګ سره د افغانستان په هکله سلا مشورې زیاتې شوي

تاند (پنجشنبه د دلوې ۹) د افغانستان حکومت وايي، د جوبایډن په مشرۍ د امریکا د نوې ادارې په راتګ سره د افغانستان د وضعیت په اړه د ناټو غړیو هېوادونو تر منځ سلا مشورې زیاتې شوې دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دغه څرګندونې نن پنجشنبه د سهار د ۰۶:۳۰ بجو په امنیتي غونډه کې کړي دي او ویلي یې دي چې پرون یې په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو سره په خپل دفتر کې کتلي دي.

امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د غړیو هېوادونو تر منځ د سلا مشورو او همکاریو د بیا پلېدو څخه خوښه ده او د امریکا د نوې ادارې په راتګ سره د افغانستان د وضعیت په اړه سلا مشورې زیاتې شوې دي.

ښاغلي صالح زیاته کړې: «د ولسمشر ټرمپ په دوره کې د واحد لیدلورې نشتون نه یوازې تروریستانو ته کاذب باور رامنځته کړی و، بلکې تاوتریخوالی او هدفي وژنې هم لوړې کچې ته رسېدلې وې.»

نوموړي وايي، دغه تازه رامنځ ته شوې روحیه، سلا مشورې او د ائتلاف غړیو ته احترام د ترهګرو د لابۍ، دسیسې جوړونې او منفي دخالت لار بنده کړې ده.

د ولسمشر د لومړي مرستیال په خبره، طالبان په درېیوو ټکو ډېر تمرکز لري، یو دا چې د وژنو له لارې وحشت رامنځته کول، دویم دغه ډله غواړي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان له نړۍ څخه منزوي کړي او درېیم دا چې د مذهب تر نامه لاندې هر څه د ځان په ګټه وکاروي.

امرالله صالح وايي، د طالبانو د تبلیغاتو څېړنې او تحلیل دا ښيي چې دغه ډله تر وژنو او د افغانستان تر تجرید پرته بل هېڅ هدف او موخه نه لري.

نوموړی زیاتوي، طالبانو په تېرو څو اونیو کې هڅه وکړه چې د هدفي وژنو له مسؤلیت نه ځان وباسي، خو په وینا یې د امنیتي ځواکونو هڅو د طالبانو دغه پلان شنډ کړ.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي هیله لري چې طالبان به له افغان دولت سره جوړجاړي او سولې ته غاړه کېږدي، خو په خبره یې واقعیت دا دی چې په دې ډله کې هېڅ بدلون نه لیدل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب