Homeخبرونهد شمخاني څرګندونو ته د یاسین ضیا غبرګون؛ طالبان د افغانانو پر...

د شمخاني څرګندونو ته د یاسین ضیا غبرګون؛ طالبان د افغانانو پر وړاندې جنګېږي

تاند (پنجشنبه د دلوې ۹) د افغانستان د پوځ لوی درستیز یاسین ضیا د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني هغو خبرو ته په غبرګون کې ویلې چې طالبان او د دغې ډلې مشران له امریکا سره مبارزې ته ژمن دي.

لوی درستیز یاسین ضیا نن پنجشنبه د شمخاني له ټویټ سره لیکلي دي چې له افغان جګړې د ایران د ملي امنیت د سلاکار درک ناسم دی، ځکه د ده په وینا، طالبان د افغانانو پر وړاندې جنګېږي نه د امریکا پر وړاندې.

نوموړي زیاته کړې، افغان ځواکونه د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې هر ډول مبارزې ته ژمن او تیار دي.

د ایران د ملي امنیت سلاکار دغه څرګندونې له ملابرادر سره تر کتنې وروسته کړي دي او له امریکا سره یې د طالبانو پیاوړې مبارزه او نه ماتېدونکې اراده ستایلې ده.

اخوا بیا د ولسمشر اشرف غني سلاکار شاه حسین مرتضوي هم ویلي چې په تیر یوه کال کې هېڅ امریکايي عسکر نه دی وژل شوی، نو د افغانانو د وژنې لپاره باید د طالبانو اراده ونه ستایل شي.

د یادونې وړ ده چې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی دی او په دغه هېواد کې یې له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...