شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeټولنیزورک شوی ميراث | ژباړه: نورالله غازي يار

ورک شوی ميراث | ژباړه: نورالله غازي يار

ابن بطوطه  دعربو يو مشهور او پيژندل شوی سيلاني (سیاح) دی. د امريکا هيواد کلمبس نه و پيژندلی، چې ابن بطوطه هغې ځمکې ته رسېدلی و، د ده اصل نوم «شمس الدين محمد بن عبدالله بن ابراهيم اللواتي» و، هغه په ۷۰۳هـ کال د اردن په طنجه ښارکې پيدا شوی دی، د خپل عمر نږدې ۲۹ کلونه يې د نړۍ په ګرځندويۍ کې تېر کړل او په دې لړ کې يې درې ځلې د ټولې نړۍ سفر وکړ، دغه سفر يې په ۱۳۲۵ع ځخه تر ۱۳۵۲ع کلونو کې ترسره کړی دی.

ابن بطوطه په دې دريو واړو سفرونو کې يو کتاب هم لېکلی چې نوم يې« تحفته النظار فی غرائب الا مصار وعمائب الاسفار» دی، د تاريخي او جعرافيايي موضوع له کبله دغه کتاب ډېر پرمختللی او معتبر پېژندل کېږې، ابن بطوطه چې دغه کتاب وليکه، تر پنځوسوو کلونو پورې د قلمې نسخي (مخطوطې) په بڼه د الجزاير په يوه کتابتون کې ايښودل شوی و.

په نولسمه پيړۍ کې چې کله فرانسوي ځواکونو الجزائير په خپله ولکه کې راوست؛ نو هغوی دغه کتاب له ځانه سره پاريس ته يووړ او په ۱۸۵۳ع کال کې په لومړي ځل دغه کتاب په فرانسوي ژبه خپور شو، دا د دغه کتاب تر ټولو لومړنۍ ژباړه هم وه؛ خو د حيرانتيا خبره دا ده، چې په عربو کې يانې د ده په اصلي ژبه دغه کتاب په لومړي ځل۱۸۷۱ع کال په قاهره کې خپور شو او بيا دوهم ځل په ۱۹۰۴ ع کال چاپ شو له دې وروسته دغه کتاب د نړۍ په ډېرو ژبو وژباړل شو.

فرانسويانو چې الجزاير په ولکه کې راوست، دا هغه وخت و چې اروپايانو پر ختيځوالو ډول ډول يرغلونه او حملې کولې، د دې حملو ځانګړې موخه يوازې مسلمانان وو، د دوی سياسي دښمني له مسلمانانو سره وه؛ خو ددوی پر وړاندې د پرمختګ تر ټولو لويه  ‎ذريعه هم موجوده وه، يانې د پوهي (علم) حاصلول. هغوی د علم حاصلولو په لار کې کله کله له سياسي دښمنۍ او اختلافاتو هم تيريدل، له دوی سره دا شعور هم موجود و، چې علم د پرمختګ يوازينۍ لار ده او که هغه د دښمن په چپنه کې پټ وي هم، دا هغه ټکی دی چې مفهوم يې په يوه حديث شريف راغلی دی: «علم دمو مين ورک شوی ميراث دی، چيرته يې چې پيدا کړي له هغه ځايه دي پورته کړي.»

اروپايانو ته د دې خبرې شعور و، هغوی له ټولې نړې علم راغونډ کړ او خپله ګټه يې ترې واخيسته؛ نو همدغه لامل  دی چې اوس دپر مختګ په لورې ګامونه اخلي. علم او برياليتوب دواړه سره تړلي دي، يانې بې له علمه برياليتوب ناشونی دی. کوم قام چې له علم سره مينه لري او دعلم په خاطر قرباني ورکوي، هغه به تاريخ هم بريالی ثبت کوي؛ خو کوم قام چې له علم څخه ناخبره وي، تاريخ هم هغه هيروي، دا د فطرت قانون دی او د فطرت قوانين هيڅکله نه بدلېږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب