جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد ننګرهار والي د لښکر اسلام ډلې د مشر وژل کېدا تایید...

د ننګرهار والي د لښکر اسلام ډلې د مشر وژل کېدا تایید کړه

تاند (پنجشنبه د دلوې ۹) د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل  د لښکر اسلام ډلې د مشر منګل د وژل کېدو خبر ورکوي.

ښاغلي امرخېل نن پنجشنبه ماښام مهال پر خپل ټوېتر لیکلي چې منګل باغ د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په باندر درې، څېړۍ کڅونه سیمه کې د خپلو دوو ملګرو سره د ځای پر ځای شوي ماین په چادنه کې وژل شوی دی.

د ننګرهار والي وايي، منګل نن له غرمې مخکې وژل شوی او زیاته کړې یې ده چې نوموړي په ياده سيمه کې په ګڼ شمېر ترهګريزو فعاليتونو کې لاس درلود.

پاکستاني چارواکو ویلي، د منګل باغ په مشرۍ د لښکر اسلام ډله په خیبر پښتونخوا کې د خونړیدو بریدونو مسوله ده.

د یادونې وړ ده چې منګل باغ څه موده وړاندې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې سخت ټپي شوی هم و.

منګل باغ ډلې تر اوسه د خپل مشر د وژل کېدو په هکله کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...