شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد امریکاد بهرنیو چارو وزیر ولسمشر غني ته وویل، له طالبانو سره...

د امریکاد بهرنیو چارو وزیر ولسمشر غني ته وویل، له طالبانو سره د موافقې جاج اخلي

تاند(پنجشنبه، د دولوې) د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر انتوني بلینکن د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ټېلفون وکړ او له افغانستان سره د متحدو ایالتونو پر ژمنو او د امریکا او افغانستان پر مشارکت یې خبرې وکړې.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویندوی نید پرایس په یوه بیان کې ویلي، د بهرنیو چارو وزیر د اوربند د ټینګېدو او په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره له دواړو خواوو سره پر مرستې ټینګار وکړ.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر وویل چې هیواد یې له طالبانو سره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې موافقه له سره جاجوي چې ایا له تروریستي ډلو سره د خپلو اړیکو د پرې کولو، په افغانستان کې د تاوتریخوالو د کمولو او د افغانستان له حکومت او نورو نفوذلرونکو سره د معنادارو خبرو په برخو کې طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ دي او که نه دي.

انتوني بلینکن هیله وښوده چې ټول افغان مشران د بشري حقونو، مدني ازادیو او د افغانستان په ټولنه کې د ښځو د رول په شان د تېرو شلو کلونو د بریاوو د ساتنې ترڅنګ د سولې لپاره د دې تاریخي فرصت ملاتړ وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کې ژمنه وکړه چې د افغانستان له حکومت، د ناټو له متحدانو او نړیوالو شریکانو سره به د افغانستان د خوندي، دیموکراتې، خپلواکې او باثباتې راتلونکې د ملاتړ لپاره په ګډه سلامشورې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب