Home+څلورم پړاو ټي ټېن د مراټا عربینز لوبډلې په بریا پیل شوه

څلورم پړاو ټي ټېن د مراټا عربینز لوبډلې په بریا پیل شوه

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۰) د متحده عربي اماراتو په ټي ټین لیګ کې د جاوید احمدې او یمین احمدزي اړوند مراټا عربینز لوبډلې نارترن ویریرز لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

مراټا په دې وتوانېده چې د څلورم پړاو ټي ټېن لیګ لومړۍ لوبه په خپل نوم کړي.

دا لوبه تېر ماښام ترسره شوه چې په کې مراټا پچه ګټلې وه او ويريرز لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړې وه.

نارترن ویریرز په ټاکلو لسو اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۷ منډې وکړي او مراټا لوبډلې ته یې د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

د ویریرز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې پاول ۲۲، نیکولاس ۱۹، برانډون ۲۹، او سیمونز د یوې شپږیزې او اووه څلوریزو پر مټ ترټول زیاتې ۵۴ منډې جوړي کړې.

مراټا لوبډلې ټاکل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره او لوبه یې وګټله.

مراټا لپاره عبدالشکور بنګش د ۵ شپږیزو او ۷ څلوریزو پرمټ ترټولو زیاتې ۷۳ منډې جوړې کړې.

د یادولو ده چې په دغه لیګ کې به ۲۹ لوبې ترسره کیږي چې هره ورځ به درې سیالۍ ترسره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...