شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+ارواښاده سیده بشرا بېګم د ویده قام ویښه مبارزه

ارواښاده سیده بشرا بېګم د ویده قام ویښه مبارزه

پاکزه ارزو

 د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د اګست په ۲۷ مه نېټه د پښتو ژبې د تکړه شاعرې او لیکوالې مېرمن حسینه ګل تنها د ادبي خدمتونو د قدردانۍ کوربه و. په دې غونډه کې مېرمن تنها د خپل ادبي سفر د پیل او هڅو په هکله مفصلې خبرې وکړې او بار بار په خپلو خبرو کې وویل چې د ډېرو خنډونو باوجود دا وتوانېده چې خپله ادبي ذوق او شوق وپالي او دا یې په ډاګه کړه چې که یو انسان په ځانګړي ډول ښځې هڅې وکړي حتمن خپلو موخو ته رسېږي. مېرمن تنها په خپلو خبرو کې وویل، چې د لیکوالي او شاعري په برخه کې د پښتون قام او د خدایي خدمتګار تحریک ویاړلې مبارزه، شاعره او لیکواله س، ب، ب (سیده بشرا بېګم) د دې ایډیاله وه، د هغې له مبارزې او شاعري څخه ډېره متاثره وه او همدا تاثر د دې د ادبي ‌ذوق د پاللو سبب شو.

د س، ب، ب له نوم، شخصیت او مبارزې سره ښایي ډېر پښتانه اشنا نه وي او کله چې دا نوم په لنډیز کې په درې تورو اخیستل کېږي نو دا نوم لاپسې ګونګ شي خو که پښتانه د «س، ب، ب» له مبارزې، ادبي کارنامو او شخصیت څخه که خبر شې ښایی ووایي د دې درې تورو نوم څښتنه څومره ستره او ویاړلې مبارزه او ادیبه وه چې په  سختو او محدودو حالاتو کې یې د خپل قام او وطن له پاره ستره مبارزه کړې ده.

س،ب، ب څوک وه؟

د فخر افغان باچاخان بابا رح د خدایي خدمتګار تحریک فعاله مبارزه او ادیبه ارواښاده سیده بشرا بېګم ( س، ب، ب) په ۱۹۲۲ ز کال کې د پښتونخوا د تحصیل نوښار په مشهور کلي زیارت کې زېږېدلې وه. سیده ډېره زیرکه ماشومه وه، په ۷ کلنۍ کې یې قرانکریم ختم کړ، د ټولنیزو او سیاسي شرایطو له امله له تعلیم څخه پاتې شوه خو په کور کې یې دیني زده کړې زده کولې او په اته کلنۍ کې یې د پښتو او فارسي ژبې لیک او لوست زده کړ. د سیدې ژوند په ېوې روڼ اندي کورنۍ کې تېرېده، د سیدې نېکه د خدایي خدمتګار د تحریک غړی و، نېکه یې هغه له ځان سره د خدایي خدمتګار تحریک جلسو ته بوتله. له قام او هېواد سره یې د کار، مبارزې او خدمت مینه له ماشومتوب څخه پیدا شوه او په ۱۲ کلنۍ کې یې لومړۍ مقاله ولیکله چې د ۱۹۳۵ ز کال کې د « پښتون» مجلې په یوې ګنې کې خپره شوه.

د بشرا بېګم لیکنې په لومړیو کې د « س. ب. ب» په نوم خپرېدې، لومړنۍ لیکنه یې په ۱۹۳۵ ز کال کې په « پښتون مجله» کې خپره شوه چې وروسته دا لیکنې پرلپسې په همدې نوم خپرېدې. د هغه وخت د سیاسي او ټولنیزو حالاتو له امله د تحریک ښځینه غړو لیکنې په مستعارو نومونو خپرولې. باچا خان بابا رح د ښځو له دې مستعارو نومونو خوښ نه و، د مسلې د حل کېدو له پاره یې د«پښتون» مجلې په یوې ګڼې کې د تبلیغ په توګه یوه لیک ولیکه. په هغه لیک کې یې دا غوښتنه کړې وه:

« زموږ خویندې چې موږ ته مضمون رالېږي نو خپل نوم دې لیکي، کله لیکي، یوه خور، کله پکې لیکي د چارسدې یوه خور او کله پکې د کاکا صیب یوه خور ولیکي. تاسو د پیغمبر ص د بیبیانو له نومونو سره واقف یاست چې د هغوی نومونو ته څه شرم نه شته نو تاسو هم خپل نوم څه شرم مه ګڼئ او مضامین له خپل اصلي نوم راسره رالېږئ». دا باچا خان بابا دې لیک ښځو ته دا جراآت ورکړ چې په خپل نوم و نه شرمېږي. له دې لیک څخه وروسته بشرا بېګم لیکنې په خپل نوم خپرولې اود « زیري» په نوم یې خپله لومړنۍ شعري تولګه هم په ۱۹۵۶ ز کال کې په خپل نوم خپره کړه.

د نظم تر څنګ بشرا بېګم د نثر په برخه کې هم د پیاوړې قلم څښتنه وه، کله چې د پښتو ادب د ښځینه لنډې کیسې د لومړنۍ لیکوالې نوم پسې تحقیق کوو په دې برخه د سیده بشرا بېګم نوم مخکې راځی، سیدې بشرا بېګم  په ۱۹۳۷ ز کال کې د « نامراده جهان ارا» په نوم لومړنۍ پښتو ښځینه لنډه کیسه ولیکله چې په همدې کال په بمبي کې په «افغان اخبار» کې خپره شوه. د دې لڼدې کیسې موضوع د پښتنو ښځو په ستونزو راڅرخي. بشرا بېګم د « افغان اخبار» مدیره هم پاتې شوې ده، همدارنګه د بشرا بېګم ډېرې مقالې په « شهباز» اخبار کې هم خپرې شوي دي.

د لیکوالي تر څنګ بشرا بېګم د مبارزې په عملي ډګر کې د خدایي خدمتګار تحریک په ټولو چارو کې ډېره فعاله مبارزه وه. د هغه وخت په نامساعدو او سختو شرایطو کې له کوره بهر راووته، له نارینه وو سره یې په ګډه د ښځو د تعلیم او په ټولنیز ژوند کې د ښځو په مشارکت ډېره اغېزناکه مبارزه وکړه چې اغېز یې تر ننه هم په پښتونخوا کې لیدل کېږي او په اوسنۍ پښتنه ټولنه کې بشرا بېګم د ډېرو نورو پښتنو مېرمنو د سیاست او ټولنیز فعالیت ایډیاله مبارزه ده.

بشرا بېګم په مقالو او شعرونو کې قومي جذبه، انساني اخوت، محبت، ښېګڼه، مذهب او په ځانګړي ډول د ښځو د تعلیم اړتیا او ټولنیزې اصلاح موضوعات په ښکلي انداز بیانوه. د تحریک او د هغه وخت په ټولو ورځپانه یا مجلو کې د بشرا بېګم مقالې خپرېدې، داسې ورځپاڼه او مجله به نه وه چې د بشرا بېګم شعر یا لیکنه دې پکې  خپره شوی نه وي او په شعرونو کې یې هغه مرامونه له ورایه لېدل کېږي کوم چې د خدایي خدمتګار تحریک موخې وې. بشرا بېګم د شعر او لیکنو په وسیله د عملي ډګر د مبارزې او هم د قامي بېداري لپاره د تحریک پیاوړې ملاتړې او د بشرا د خوش کلامي له امله دېرې پښتنې د تحریک غړې شوې.

زموږ په وینو دې تازه شي وچ بوستان د وطن

یو ځل دې ځار په معشوقې شي عاشقان د وطن

چې ترقي د قام وطن یې د ځان زینت اوګڼو

خوب د غفلت نه دې بېدارې شي زنان د وطن

بشرا بېګم نه یوازې د تحریک په چارو کې عملي مبارزه کوله بلکې په معنوي ډول یې په خپل زړور قلم د قام د بېدارۍ، د ښځو د تعلیم او روڼ اندي له پاره د هغه وخت تر ټولو ښکلې لیکنې لیکلې او د شعر په خوږلت یې خپل پیغام ټولنې ته ورسوه. د قامي ویښتیا او د ښځو د تعلیم په هکله یې موثره شاعري کوله چې اغېږ یې هغه وخت په ولس ډېر زیات و او همدې شعرونو او لیکنو نور نارینه هم هڅول چې د کور ښځينه په خدایی خدمتګار تحریک کې شاملې کړي. د بشرا بېګم لیکنې او شاعري زیاتره اصلاحي او مذهبي موضوعات لري.

خویندو د رب لپاره پاڅئ! دا دی وخت د همت

اوګورئ څومره دي قومونه محبان دې وطن

ځای دې تعلیم دی ستا جولۍ اې عزتمندې خورې

لوی هغه زوی کړه چې سبا شي سخندان دې وطن

ارواښاده بشرا بېګم د ښځو د روڼد اندي، تعلیم، سیاست او په ټولنیز ژوند کې د ښځو د ګډون مبارزه وه چې د ټولنیزو فعالیتونو سره یې د ادب په نړۍ کې یې هم خپل ځانګړی ځای او مقام جوړ کړی و. هغه د «زېري» په نوم یوه شعري ټولګه لري چې ۱۹۵۶ ز کال کې خپره شوه. همدارنګه د « همېشه ګلونه»، «ښکلې بېبیانې» او د « کورني حکیم» په نامه درې نور کتابونه هم لري چې د محتوا او موضوع له اړخه د پښتون قام او ولس له پاره درنه اصلاحي او رونیزه پانګه ده.

دا زه د څه په محبت کې شوګېرې تېروم

د څه له غمه د ژوندون شپې ورځې سپېرې تېروم

لاسونو پښو ته مې پرتې دي هتکړۍ د جهل

بې جرمه ولې د مجرم ژوندون اودې تېروم

سیده بشرا بېګم د خدایي خدمتګار تحریک یوه رښتني خدمتګاره وه چې په خپل اورني قلم  یې تحریک ته نام او نشان ورکړ او د دې شعر او لیکنو برکت و چې د خدایي خدمتګار تحریک ښځینه برخه ورځ په ورځ دېرېده چې د شخصیت،

شاعري، نثري لیکنو او د فکري مبارزې اغېز یې  تر ننه په ټوله پښتنه افغانه خاوره کې لیدل کېږي او په ټولو یاد شویو برخو کې اوس هم د ګڼو پښتنو مېرمنو د مبارزې او لیکوالۍ ایډیال شخصیت دی.

 د خدایي خدمتګار تحریک او پښتون قام دا مېړنۍ مبارزه او ادیبه د ۲۰۰۲ز کال د اګست ۱۶مه له فاني نړۍ سترګې پټې کړې خو نوم یې د خدایي خدمتګارانو په لیست کې ابدي پاتې شو.

ـــــــــــــــ

په دې لیکنه کې له لاندې منابعو څخه ګټه اخیستل شوې ده.

ـ پښتو ادب کې د مېرمنو برخه، سلمی شاهین، پښتو اکاډمي پېښور یونېورسټي، ۱۳۹۳ ل.

ـ خدایي خدمتګار یو ستراتیژیک غوراوی، ۱۳۹۳ ل، کابل.

ـ مشال راډیو، د وقار علي شاه او د ډاکتر سهیل مرکه.

1 COMMENT

  1. د ګرانې پاکيزه جانې،
    ستا دا رنګه هڅې ډېری د قدر وړ دي…
    تل دې هغه افغانې ښځې چې په خپل وخت کې مطرح وې او هيواد او خلګو ته يې کار کړی، ولس ته وريادې کړي يا هم ورپېژندلي دي.
    زه ډېره مننه درنه کوم او دې ورته کارونه دې ستايم همدارنګه هيله لرم چې زموږ خلک لږه تر لږه ستا دې هڅو په ارزښت پوه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب