Homeخبرونهپه بلخ کې د موټرو د مونتاژ یوې فابریکې دوه ډول نقلیه...

په بلخ کې د موټرو د مونتاژ یوې فابریکې دوه ډول نقلیه وسایط جوړ کړل

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۱۳ مه) په بلخ ولایت کې د موټرو د مونتاژ یوې فابریکې د ۶ میلیون افغانیو په لګښت دوه ډوله نوي موټر جوړ کړي دي.

په بلخ ولایت کې د امين نور شرکت مسوول حبيب الله بارکزی وایي، چې په دې فابریکه کې يې دوولس ډوله موټر او بار وړونکي بايسکلونه جوړول او د روان کال په ترڅ کې یې د ۶ میلیون افغانیو په پانګونې دوه ډوله نوي موټر هم جوړ کړي دي.

د ښاغلي بارکزي په وینا، په دې فابریکه کې څلور ۲۴ ډوله بټرۍ هم توليدېږي چې د هېواد په ۲۰ ولايتونو کې پلورل کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې د دوی له لوري نوي جوړېدونکي وسایط برېښنايي او پیټرولي دي او ژر به بازار ته وړاندې شي.

د امین نور شرکت په فابریکه کې شاوخوا پنځه سوه تنو ته د کار مستقیم او غیر مستقیم فرصت برابر شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...