دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد تورخم د بندېدو له کبله سوداګر هره ورځ میلیونونه ډالر زیان...

د تورخم د بندېدو له کبله سوداګر هره ورځ میلیونونه ډالر زیان کوي

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۱۳ مه) د پاکستان ډان نیوز ورځپاڼې راپور ورکړ چې د پاکستاني مظاهره چیانو له خوا د تورخم د لارې د بندېدو له کبله د پاکستان حکومت د اګست له ۲۱مې راهیسې هره ورځ شاوخوا ۵۴۰ میلیون روپۍ له لاسه ورکړي دي.

سرچینې وایي، افغانستان ته د صادراتو د ځنډولو له امله سوداګرو ته د ورځې ۲،۵ میلیون ډالره زیان اوښتی دی.

د لوړاګي او ترخم ترمنځ ته په کوکی خیلو کې لاریون کوونکو اصلي سړک بند کړی او په قبایلي سیمو کې د اورپکو پر وړاندې د پاکستاني پوځ د پوځي عملیاتو له امله د بې ځایه شویو کورنیو د بیرته راستنیدو غوښتنه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره اوږنۍ په کوکي خیلو کې مظاهره کوونکو ته وینا وکړه او ویې ویل چې د قبایلی سیمو پښتانه د پاکستان د حکومت د پالیسیو قربانیان دي.

هغه زیاته کړه: “په تېرو لسو کلونو کې د کوکي خیلو کورنیو د بې ځایه کیدو په نتیجه کې د کورونو او کرهنیزو ځمکو د ویجاړېدو په ګډون هغوی ته ستر زیانونه اوښتي دي.

پښتین په دې تعجب ښکاره کړ، ویې ویل:«ولې چارواکي خپلو کورونو ته د بې ځایه شویو کورنیو بیرته راستنیدا ځنډوي، په داسې حال کې چې دوی په مکرر ډول ادعا کړې چې سیمه له وسله والو ډلو پاکه شوې ده.»

مظاهره چیانو په داسي حال کې د تورخم لاره بنده کړې چې سوداګر وایي دا د دواړو هېوادونو لپاره د میوو او سبزیجاتو د صادراتو د فصل اوج دی.

د ګمرکونو یو افسر مجیب الله ډان ورځپاڼې ته وویل، دا فصل له افغانستان څخه د تازه میوو لکه مڼو، زردالو، انګورو او خټکو، او همداراز د تازه سبزیجاتو لکه پیاز او رومیانو د وارداتو اصلي وخت دی.

هغه زیاته کړه، «هره ورځ له ۳۰۰ څخه ډېر ټرکونه چې له دغو توکو ډک وو، له افغانستان څخه واردېدل، خو اوس له ۵۰۰ څخه ډېر ټرکونه د تورخم په لاره کې درول شوي دي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب