Home+بنګله دېش له پاکستانه دوهمه ټیستلوبه هم وګټله

بنګله دېش له پاکستانه دوهمه ټیستلوبه هم وګټله

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۱۳ مه) د بنګله دېش لوبډلې نن پاکستان ته په دوهمه ټیستلوبه کې ماته ورکړه او دا لومړی ځل دی چې بنګالي لوبغاړي پاکستان ته په ټیست سیالیو کې او هغه هم د پاکستان په خاوره کې، د دغه هیواد ملي لوبډلې ته ماته ورکوي.

د پاکستان او بنګله دېش تتیمونو د پاکستان په کوربه توب دوې ټیستلوبې وکړې. لومړۍ سیالي بنګله دېش د لسو ویکټونو په توپیر وګټله او نن یې دوهمه سیالي په ۶ ویکټونو وګټله.

په دوهمه سیالي کې د بنګله دېش لپاره لیټن داس ښه ولوبېد او د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله خو د دواړوسیالیو د غوره لوبغاړي مقام د مهدي حسن میرزا په نصیب شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...