دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهداعش د کابل د پروني برید مسوولیت ومانه

داعش د کابل د پروني برید مسوولیت ومانه

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۱۳ مه) داعش ترهګرې ډلې، چې ځان ته اسلامي دولت وايي، د کابل د پروني (دوشنبې) انتخاري برید مسوولیت ومانه.

د رویټرز خبريی اژانس د راپور له مخې، داعش نن په ټلګرام کې په یوه پوسټ کې ویلي چې د دې ډلې یوه غړي له چاودونکو موادو ډک واسکټ وچاوه، چې په نتیجه کې یې تر ۴۵ ډېر کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

پرون په کابل کې د امنیه قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ په ایکسپاڼه کې لیکلي و چې په دې برید کې د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

دې ډلې نه دي ویلي چې د برید هدف یې څوک و؟

د راپورونو له مخې، په برید کې هیڅ پوځي نه دی وزل شوی بلکې ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه برید تېره شپه د کابل ښار د شپږمې ناحیې د قلعه بختیار په سیمه کې د لویې څارنوالۍ ودانۍ ته نژدې وشو.

په داسې حال کې چې داعش په پلازمینه کابل کې د یوې بلې حملې مسوولیت په غاړه واخیست، طالبانو په دې وروستیو کې وویل چې دوی داعش له منځه وړی او دا ډله په افغانستان کې نوره نه شته.

له هغه وخته چې طالبان درې کاله وړاندې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، داعش د هېواد په بېلابېلو برخو کې د څو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

3 COMMENTS

  1. بل ووژنه او ثواب وګټه.
    لعنت پر پاکساني مدرسو چې د وحشت او بربریت درسونه ورکوي او لیوني سپي تربیه کوي.

  2. پخوا د بهرنیو چارو وزیر ویلی وو:
    د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي پرته له دې چې په مشخص ډول د پاکستان نوم واخلي، دغه هېواد د داعش ډلې ته د مرکزونو په ورکولو تورن کړ. نوموړي خپلو یو شمېر مامورانو ته د وینا پر مهال ویلي، چې د داعش ډلې مرکزونه د سیمې په یوه هېواد کې دي او دا له هغو نیول شویو داعشیانو څخه د پلټنو پر مهال څرګنده شوې، چې په کابل کې د عاشورا پر ترسره شویو مراسمو د شنډ شویو بریدونو د پلانولو په تور نیول شوي. ملا متقي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي چې د دوی د رژیم ځواکونو د عاشورا د سږنیو مراسمو په امنیت نیولی و. مخکې د طالبانو استخباراتو ته منسوبې المرصاد رسنۍ ویلي وو، چې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د طالبانو ځواکونو له پاکستان څخه راغلي هغه داعشیان نیولي، چې د عاشورا پر مراسمو یې د برید تابیا کړې وه.
    مخکې هم د طالبانو یو شمېر چارواکو او ویاندویانو ورته ادعاوې کړې وې، خو په لوړه او رسمي کچه یې دا ادعاوې رسنیزې کړې نه دي.
    د طالبانو منتقدان باور لري، چې د طالبانو مشران له پاکستان څخه اغېزمن دي او له همدې وېرې په ښکاره په افغانستان کې د دغه هېواد د نویو دسیسو په اړه څه نه شي ویلی. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان نږدې هره ورځ یو ځل د طالبانو رژیم تورنوي، چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته یې په افغانستان کې پټنځایونه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب