د یوه هیواد اغیزمنه پرمختیا د دولت او وګړو یا ولس ترمنځ له یوه پیاوړي تړون یا قرارداد سره اړیکه لري.
هیڅ هیواد له سولې، امنیت او ثبات پرته وده نه شي کولای او پرمخ نه شي تللای.
په یوه هیواد کې د پرمختیا د ممکن کولو لپاره له یوې خوا یوه داسی فعال دولت او بنسټونو ته اړتیا ده چې، د امنیت ټینګښت، د بشري حقونو ورکړې او ولسواکۍ ته ژمن وي او له بلې خوا یو داسی ویښ، لوستي، فعال او وطنپال ولس یا ټولنه په کار ده چې، د هیواد په پرمختګ کې رول ولوبوي.
دولتونه د خپل هیواد د پولو او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو، امنیت او ثبات ټینګولو تر څنګ نورې ډیرې مهمې دندې هم لري. دولتونه اړ دي چې د خپلو وګړو د روغتیا، زده کړو، روزنې، پالنې او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لازمې مالي سرچېنې هم ولري.
زیاتره بیوزلي هیوادونه د خپلو وګړو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لازمې مالي اسانتیاوی او اړینې سرچېنې نه لري.
له همدې امله په نړۍ کې د شتمن او بی وزلي د واټن د راکمولو لپاره، نړیوال سازمانونه دنده لري چې له بی وزلو سیمو او وګړو سره مرستې وکړي.
دا چې د بی وزلو هیوادونو په وروسته پاته والې کې کومو عواملو رول لوبولې دې، فقیر یا بی وزلې چاته ویل کیږي او اوس فقر او بی وزلي په نړۍ کې څرنګه او چېری ده؟ پر دی به وروسته خبرې وکړم ، خو اوس بیرته د یوه هیواد د پرمختیا لپار د دولت او وګړو ټولنیز قرارداد یا تړون ته ورګرځم.
د دولت پر دندو او مسؤلیتونو سربیره، د دې تړون بل اړخ د یوه هیواد وګړي، اتباع یا ښاروندان دي.
تاسی د یوه هیواد د پرمختیا لپاره، د مسؤل او فعال دولت تر څنګ فعالو وګړو ته هم اړتیا لرۍ، چې وکولای شي خپل حقوق و پېژني او و یې غواړي، د خپلو دولتي او حکومتي مشرانو په ټاکنه کې مسؤلانه برخه واخلي ، همدارنګه له خپلو استازو او ټاکل شویو مشرانو بیرته د ځواب ویلو غوښتنه وکړي او کړنې یې وڅاري.
هر څومره چې د یوه دولت او وګړو ترمنځ یې، ټولنیز قرارداد یا تړون غښتلې او پیاوړې وي، په هماغه اندازه یو هیواد زیات او غوره پرمختګ کولای شي.
په کوم هیواد کې چې دا ټولنیز قرارداد نه وي، یا سم عمل ونه کړي او کمزوری وي، هلته سخته بی وزلي، بی عدالتي، نابرابري، بی ثباتي او نا امني پیښېږي.
که د ساري په توګه په نړۍ کې د لوږې او بیوزلۍ ځنې عوامل راوسپړو نو پوه به شو چې، د یو هیواد په بی وزلۍ کې د نورو عواملو تر څنګ ناکاره او ناوړه دولتونه هم خپل رول لوبوي.
که پوښتنه وکړو چې ایا بی وزلي د فاسدو دولتونو ګناه ده؟
نو ویلای شو چې، دا د یوه دولت دنده ده تر څو خپلو وګړو ته ډاډ ورکړي چې، دوی به لوږې او بې وزلۍ ته نه پریږدي او ورته به ټولنیز خدمتونه ترسره کوي.
خو که چېرې کوم دولت ناکاره او بیکاره وي او هیڅ کار ونکړي او یا لکه زموږ د تیر شل کلن جمهوریت په څېر فاسد وي، زیاتره سیاستوال او کارکوونکې یې یوازې د خپلو شخصي ګټو او شتمنیو په فکر کې وي نو بیا هرو مرو د ټولنې وګړي د بی وزلۍ، نا امنۍ، بی ثباتۍ او ناکرارۍ سره مخ کیږي.
په ډیرو افریقایې هیوادونو کې دا ډول فاسد حکومتونه او دولتونه واکمن دي چې ګڼ شمیر وګړي یې له لوږې او بی وزلۍ سره مخ دي.
ډیر پر مختللي هیوادونه او نور نړیوال بشري سازمانونه هم بیا په داسی فاسدو حکومتونو تکیه نه کوي او خپلې بشري مرستې د موسسو او اینجوګانو له لیارې سرته رسوي.
خو دا ډول مرستې چې په یوه هیواد کې اړوندو حکومتي ادارو ته نه ورکول کیږي، بیا نو په حقیقت کې مرستندوی سازمانونه او موسسې د دولت رول ترسره کوي او نور هم د همغو حکومتونو کمزورۍ او بی کفایتۍ ته لاره هواره وي.
د ساري په توګه په هایتي کې په سلو کې اتیا ښوونځي د مرستندویو سازمانونو تر لاس لاندی دي او دا په دې معنا ده چې هلته د ښوونې او روزنې وزارت پر زده کړو ډیر لږ کنترول او اغېز لري.
په دی هکله د سوماليې ولسمشر حسن شیخ محمد، یوه عجبه خبره کړی ده او د نړیوالو مرستو ټولنې ته یې ویلي دي چې:
” هو موږ ناتوانه یو، هو موږ فاسد یو، هو ډیره قانون ماتونه او له قانونه سرغړونه شته، خو دلته یوازی د سومالیې یو دولت شته چې که له موږ سره د یوه دولت په څېر چلند و نه کړئ، موږ به هیڅکله هم یو دولت نه شو”
که بله پوښتنه وکړو چې آیا د لویدیځ پرمختللي پانګوال هیوادونه هم په نړۍ کې د بیوزلۍ یو عامل کیدلای شي؟
نو ځواب به هو وي، ځکه همدغه ښکیلاګر او استعماري هیوادونه وو چې، لسګونه کلونه یې په مریتوب، د مستعمره هیوادونو د شتمنیو او خامو توکیو په غلا او په نابرابرو سوداګریزو تړونونو سره، د همدې وروسته پاته او بې وزلو هیوادونو په بی وزلۍ کې لاس درلود.
باید اوس خپلې تیرې استعماري کړنې جبران او په نړۍ کې د بیوزلۍ په له منځه وړلو کې صادقانه او بنسټیزه پرمختیایې مرسته وکړي. خو دریغا چې اوس هم نیوکلونیالیزم یا نوی ښکیلاک په نوی بڼه دوام لري او په نړي کې زیاتره مالي سستمونه او سوداګریز تړونونه د پرمختللو هیوادونو استثمار او ناروا ګټو ته لاره هواروي.
که پر همدې فقر او بیوزلۍ نور هم تم شو، نو ویلای شو چې په ۱۸۲۰ کال کې د نړۍ په سلو کې ۸۴ وګړو په لوږه او بی وزلۍ کې ژوند کاوه. په ۱۹۸۱ کې دا شمیر په سلو کې ۴۴ ته راټیټ شو. تیر کال د بی وزلۍ یا فقر دا فیصدي په لومړي ځل په سلو کې له لسو ټيټه شوه.
دی ته په پام سره چې د نړۍ وګړي په همدې موده کې ۷ ځله زیات شوی هم دي. له صنعتي انقلاب وروسته د نړۍ وګړو د ژوندانه ډیرې اسانتیاوی ترلاسه کړی دي.
په ۱۹۹۰ کې 1.95 ملیارده وګړو په سخته بی وزلۍ کې ژوند کاوه. په ۲۰۱۲ کې دا شمیر ډیر راټيټ شو او 896 ملیونه تنو ته رسیده.
په ۱۹۸۰ لسیزه کې نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق په بیوزلو هیوادونو کې د مسکینانو او بیوزلو وګړو لپاره اقتصادي سیاست په پام کې ونیوه.
د نړۍ مشران داسی ګڼې چې باید تر ۲۰۳۰ میلادي کال پوری په نړۍ کې د سختې بی وزلۍ کچه صفر ته راټیټه کړي. خو دا چې دا کار څرنګه ترسره کړي او بریالي به شي یا نه، دا به وخت ثابته کړي، خو لا تراوسه ډیري پوښتنې بی ځوابه دي.
دا چې چاته بی وزلي یا فقیر ویل کیږي، نو ویلای شو چې هر هیواد پخپله د بی وزلۍ درجه او د فقر کرښه ټاکي، خو په عمومي توګه ویلای شو چې هغه وګړي چې پر ځمکه یا خړو خاورو ویده کیږي، خیټه یې وږي او د خوراک لپاره پوره خواړه نه لري، خپل کوچنیان د بی وزلۍ له امله ښوونځیو ته نه شي لیږلی، د پوښاک لپاره لازم لباس نلري نو بی وزلي وګړي بلل کیږي. په پرمختللو هیوادونو کې هم بی وزلي وګړي شته، خو هلته د بی وزلۍ کچه یا سطحه بل ډول سنجول کیږي.
که څه هم په تیرو دیرشو کلونو کې د چین هیواد اقتصادي پرمختګ ، په نړۍ کې د بی وزلۍ د فیصدي په راټیټولو کې ډیره مرسته کړی ده او د ۱۹۸۱ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ چین د نړۍ په سلو کې ۷۰ د بیوزلي په کمولو کې اغیزمن تمام شوی دی.
د نړۍ په کومو ځایونو کې سخته بیوزلي شته او دوام لري؟
د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ د افریقا د لویې صحرا جنوب کې استوګن وګړي په سخته بی وزلۍ کې ژوند کوي.
د ساري په توګه په مدغاسکر کې په سلو کې ۸۲، د کانګو په دموکراتیک حمهوریت کې په سلو کې ۷۷ او په بوروندی کې په سلو کې ۷۸ وګړي د بی وزلۍ په لوړه درجه کې راځي. همدارنګه د هندوستان په سلو کې ۲۱ تنه په مطلقه بی وزلۍ کې ژوند کوي.
له نیکه مرغه افغانستان د دغو ۱۵ هیوادونو په ګراف کې نشته، کوم چې په نړۍ کې د بیوزلۍ د زیات شمیر په لرلو سره ورځنې یادونه شوی ده او دلته یې نومونه، د ډیرو بیوزلو وګړو په لرلو سره په ترتیب سره یادوم:
هند د شاوخوا ۳۰۰ ملیونو بی وزلو وګړو په لرلو سره، نایجریا د ۱۰۷ ملیونو، چین د ۸۵ ملیونو، بنګله دیش شاوخوا د ۶۸ ملیونو، کانګو د ۵۹ ملیونو، اندونزیا د ۴۰ ملیونو، حبشه د ۳۴ ملیونو، پاکستان د ۲۳ ملیونو، تانزانیا د ۲۱ ملیونو، مدغاسکر د ۲۰ ملیونو، کینیا د ۱۹ ملیونو، فلپین د ۱۸ ملیونو، موزمبیق د ۱۵ ملیونو، اوګاندا د ۱۴ ملیونو او مالاوي د شاو خوا ۱۱ ملیونو بی وزلو وګړو په لرلو سره یادولای شو.
پایله: د هر هیواد د پرمختیا لپاره د دولت او وګړو ترمنځ یو اغیزمن تړون ته اړتیا ده چې، دولت خپله دنده سمه ترسره کړي او وګړي خپل مکلفیتونه سم درک او ترسره کړي. تر څو همداسی یو ټولنیز قراداد او ولسي تړون د ملي ګټو، د هیواد د پرمختیا او د ولس د هوساینې سبب او وسیله شي.
له نېکه مرغه افغانستان د طبیعي زیرمو له امله یو ډیر شتمن هیواد دی، وګړو یې هم ښکیلاکګرو ځواکونو ته د دی اجازه نه ده ورکړی چې شتمنۍ یې غلا کړي، هر استعماري او یرغلګر پوځ ته یې سخته ماته ورکړی ده او د خپل هیواد شتمني یې د هغوی له منګولو ژغورلی دي. په افغانستان کې بی وزلي شته، خو د ډیرو هیوادونه په پرتله سخته او زیاته نه ده.
که زموږ هیواد له جګړو وژغورل شي، عادل، کارا او پیاوړې نظام ولرو، دولتي واک لکه د تیر شل کلن دور په څېر یو ځل بیا په قومي، سیمه ییز او ژبنې بنسټ ونه ویشل شي، هر وګړی ښځینه وي که نارینه کار، زده کړو او نورو ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري فعالیتونو ته برابر لاسرسی ولري، له طبیعي زیرمو مو معقول کار واخیستل شي او سر تا سري متوازن خدمات ترسره شی، نو بی له شکه افغانستان به په خپل ځان بسیا، او یو با امنه هیواد وي. همدارنګه تاریخي افغان ملت به د نړۍ د سیالانو سره سیال، پر خپلو پښو ولاړ او یو هوسا ویاړلې ملت
وي.
هالنډ/ ۳- ۹- ۲۰۲۴
سرچینه: decorrespondent او نورې بیلابیلې انترنیتي پاڼې