Homeخبرونهپه اروپا کې د جنسیتي مساوات د پراختیا لپاره ۱۴۰ میلیارد یورويي...

په اروپا کې د جنسیتي مساوات د پراختیا لپاره ۱۴۰ میلیارد یورويي بودجه

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۱۴ مه) اروپایي اتحادیه هر کال ۱۴۰ میلیارده یورو د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره ځانګړې کړي، او د دې ټولنې جګپوړي چارواکي وايي چې باید د پلانونو په بیا کتنې د جنسیتي مساوات د ډېرولو او د دې بودیجې د مصرف پر څرنګوالي ښه تمرکز وکړي.

“د جنډر بودجې” مقصد دا دی چې د اروپایي اتحادیې بودجه په عادلانه ډول بېلابېلو عامه سکتورونو ته ځانګړې شي، چې په نهایت کې د مالیه ورکوونکو پیسې د هغو خنډونو د پېزندلواو لېري کولو سبب شي چې په دې اتحادیه کې د میرمنو او نجونو د پرمختګ په لاره کې شته.

په دې برخه کې، د اروپایي کمیسیون ویاند یورونیوز ته وویل چې د راتلونکې کال له جون څخه به د کرنې، زیربناوو او ساینس په شمول بیلابیلو سکتورونو ته د اروپایي اتحادیې بودجه تخصیص شي او د بودجې تخصیص به په داسې طریقه پیاوړی شي چې په راتلونکو اوو کلونو کې د جنډر اصلي جریان پیاوړی کړي.

دې هدف ته رسیدا، چې په اروپایي پارلمان کې د قانون جوړوونکو له خوا یې هرکلی شوی، دې ته هم اړتیا لری چې “د اروپایی اتحادیې په کچه ټول پروګرامونه او فعالیتونه د جنډر برابرۍ اصولو ته پام پلي شي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...