دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد امریکا د باندنیو چارو وزیر د افغانستان پر سر د کانګریس...

د امریکا د باندنیو چارو وزیر د افغانستان پر سر د کانګریس یوې کمېټې ته احضار شو

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۱۴ مه) د امریکا د کانګریس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلینکین احضار کړی او ویلي یې دي چې نوموړی د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه، د توضیحاتو لپاره دې کمیټې ته نه دی حاضر شوی.

د کمیټې مشر مایکل مک کال بلینکن ته خبرداری ورکړ چې که هغه د سپتمبر په 19 د کمیټې په وړاندې حاضر نه شي، نو د کانګریس په سپکاوي به تورن شي.

د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې بلینکن په دې ورځ نه شته مګر په عامه غونډه کې د ګډون لپاره یې “مناسب بدیل” وړاندیز کړ.

مایکل مک کل د سې شنبې په ورځ (د سپتمبر په درېیمه) د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه لیک کې، لیکلي چې د امریکا پخوانیو او اوسنیو چارواکو تایید کړې چې انتوني بلینکن له افغانستان څخه د متحدو ایالتونو د وتلو “وروستی پریکړه کوونکی” و.

ښاغلي مک کل له بلینکن څخه وغوښتل چې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته په حاضریدو د خپل رول په اړه پوښتنو ته ځواب ووایي.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایک مککال د احضار په مکتوب کې ویلي دي چې بلینکین که د سپټمبر په ۱۹مه د کمیټې پر وړاندې خبرو ته حاضر نه شي نو جرګې ته په سپکاوي به تورن شي. د بهرنیوچارو وزارت ویاند ماتیو میلر په ځواب کې ویلي، بلینکین په هغو نېټو چې غوښتل شوی و، وخت نه لاره خو هغه وړاندیز کړی چې مناسبې بدیلې نېټې ورته وټاکل شي. مېلر زیاته کړه چې بلینکین د دې موضوع په اړه د توضیحاتو لپاره څه باندې ۱۴ ځلې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته حاضر شوی دی. په امریکا کې د راروانې نوامبر میاشتې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مسئله یوځل بیا توده شوې ده.

په وروستیو میاشتو کې، د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمیټې زیات شمیر امریکایي چارواکي، چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د وتلو په پروسه کې ښکیل وو، د شهادت لپاره وربللي دي.

ټاکل شوې ده چې دغه کمیسیون د خپلې څېړنې په پای کې یو تفصیلي راپور خپور کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب