تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۳۰مه) د کابل په شهرنو کې د چینایي او افغان وګړو پر ګډو رسټورانټ د تېرې ورځې چاودنې وروسته، چین له طالبانو غوښتي څو هلته د مېشتو چینایي وګړو د امنیت په ساتلو په برخه کې جديګامونه واخلي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه له طالبانو په رسمي ډول دا غوښتنه کړېده او زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د مېشتو چینایي وګړو، پروژو او بنسټونو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.
د چین بهرنیو چارو وزارت پرونۍ چاودنه کې د یوه چینایي وګړي د وژل کېدو د تایید ترڅنګ د ټپیانو لپاره د مناسبې طبي درملنې هیله ښودلې ده.
په کابل کې د پرونۍ ترسره شوې چاودنې مسوولیت هم داعش وسله والې ډلې منلی دی.
چې لاهم په افغانستان کې د طالبانو له رسمي ډاډونو سربېره امنیتي ګواښونه او ننګونه پر خپل ځای پاتې دي.
له دې برید وروسته، بیجینګ یو ځل بیا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د دوامدارو او نه اټکل کېدونکو امنیتي ګواښونو له امله دې نږدې راتلونکي کې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي.
دا هرڅه وروسته له هغې پېښېږي چې، پرون دوشنبه د کابل ښار د شهرنو په سیمه کې د چینایانو په مدیریت هوټل، شوې چاودنه کې اووه کسان ووژل.
په وژل شویو کې شپږ یې افغانان وو او یو چینايي وګړی وو او لږ تر لږه ۱۷ نور ټپیان شوي وو.