پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهداعش د کابل د حملې مسوولیت ومانه، پاکستان وغندله

داعش د کابل د حملې مسوولیت ومانه، پاکستان وغندله

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدې ۳۰ مه) داعش ډلې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې په کابل کې د دوشنبې د ورځې د بمي برید مسوولیت ومانه،ویلي.

طالبان وايي، په دې پېښه کې یو چینايي تبعه او شپږ افغانان وژل شوي او څو تنه نور، چې په هغوی کې یو ماشوم هم شامل دی، ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس، چې د داعش ترهګرې ډلې بیان لیدلی، د کابل د برید په اړه وايي چې چاودنه د رستوران په داخل کې شوې او ودانۍ ته یې هم مالي زیان اړولی دی.

تر اوسه د ټپیانو د روغتیايي وضعیت او د دقیقو مالي زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

په همدې حال کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د کابل برید وغانده.

د طالبانو حکومت وايي چې د داعش پټنځایونه د پاکستان په بلوچستان کې دي او له هغه ځایه افغانستان او نورو هیوادونو ته ترهګر استوي.

د پاکستان د ولسمشر دفتر پرون (دوشنبې) په یوه بیان کې د دې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

ده په عین حال کې د بهرنیو اتباعو او کارکوونکو د امنیت پر خوندیتوب او د دوحې تړون د بشپړ تطبیق غوښتنه کړې ده.

دا په داسي حال کې ده چې له دې چاودنې سره په یو وخت افغان او پاکستاني ځواکونو په کندهار کې پر ډیوند کرښه له یو بل سره نښته وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...