تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدې ۳۰ مه) بنګالي رسنیو تېره شيه راپور ورکړ چې د افغانستان یو پلاوی چې مشري یې د دغه هېواد د سوداګرۍ مرستیال وزیر کوله، د دوشنبې په ورځ په ډاکه کې د بنګلهدېش د سوداګرۍ له مرستیال وزیر سره ولیدل.
د بنګله دېش د ډیلي سټار ورځپاڼې د راپور له مخې، افغان پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې ګمرکي محصوله (ډیوټي فري) سوداګرۍ هیله څرګنده کړه.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، دا وړاندیز د بنګلهدېش د سوداګرۍ له مرستیال محبوب الرحمن سره د هغه په دفتر کې د لیدنې پر مهال وکړ.
زاهد د شيږ کسیز پلاوي په مشرۍ بنګله دېش ته تللی دی.
یوه بنګالي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شيو ډیلي سټار ورځپاڼې ته ویلي چې دا رسمي دوهاړخیزه ناسته نه وه، ځکه په داسې ناستو کې معمولاً اسناد او رسمي وړاندیزونه تبادله کېږي. په ناسته کې افغان مرستیال وزیر وویل چې هېواد یې غواړي نژدې ۴۵ ډوله توکي، چې پکې پنبه هم شامله ده، بنګلهدېش ته له ګمرکي محصول پرته صادره کړي، څو دوهاړخیزې سوداګریزې اړیکې پراخې شي.
په ورته وخت کې، هغه وړاندیز وکړ چې له بنګلهدېش څخه دې د ډېرو مهمو صادراتي توکو واردات افغانستان ته له محصول پرته ترسره شي.
زاهد زیاته کړه چې افغانستان بنګلهدېش د تیارو جامو محصولاتو، درملو، مشروباتو، خوږو توکو او بستهبندي شوو مصالحو لپاره یوه مهمه سرچینه بولي.
یوه سوداګر چې افغانستان ته په صادراتو کې ښکېل دی وویل چې دا مهال دواړه هېوادونه د ۹۸ ډوله توکو سوداګري لري. هغه زیاته کړه چې افغانستان ښايي وغواړي د وچو خوړو، مېوو، قیمتي ډبرو، زعفرانو او بادامو په صادراتو کې د بنګلهدېش په بازار کې خپله ونډه زیاته کړي.
زاهد او ورسره ملګری پلاوی یې د یکشنبې په ورځ ډاکې ته ورسېد، څو د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراخولو هڅې وکړي.
څو میاشتې وړاندې هم د افغانستان یو بل پلاوی بنګلهدېش ته تللی و، څو له لوړپوړو دولتي چارواکو سره د دوهاړخیزې سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې وکړي.