Homeخبرونهټېک‌ټاک: د پاکستاني ټیک ټاکرانو ۲۸مېلیونه ویډیوګانې ډیلېټ کړي

ټېک‌ټاک: د پاکستاني ټیک ټاکرانو ۲۸مېلیونه ویډیوګانې ډیلېټ کړي

تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۳۰مه) د ټېک‌‌ټاک کمپنۍ وايي، د ۲۰۲۵کال له جولای څخه تر سېپتمبر میاشت پورې یې د ټولنیزو لارښوونو د سرغړونې له امله د پاکستاني کاروونکو تر ۲۸مېلیونه ډېرې ویډیوګانې ډیلېټکړې دي.

د راپورونو له مخې؛ ۹۵٫۹سلنه دغه ویډیوګانې تر پورته کېدو وروسته له ۲۴ساعتونو څخه په کمه موده کې لرې شوې دي.

دغه شمېره د جولای څخه تر سپتمبر میاشتې پورې ثبت شوې ده.

یادې کمپنۍ ویلي چې، دغه راپور د یادې شبکې ژمنتیا ښيي چې کاروونکو ته خوندي ډیجیټلي چاپېریال برابر کړي.

دوی زیاتوي چې د سرغړونکې منځپانګې د پېژندلو او ړنګولو لپاره اصول لري او په عملي ډولکارول کېږي.

د مالوماتو له مخې ټېک‌‌ټاک دنړۍ په کچه په یاده موده کې ټولټال ۲۰۴مېلیونه، ۵۳۴زره او ۹۳۲ ویډیوګانې ړنګې کړې دي.

دغه شمېره د دې شبکې د ټولو پورته شوو منځپانګو شاوخوا ۰٫۷ سلنه جوړوي.

له دې ډلې ۱۸۶ مېلیونه، ۶۰۸زره او ۸۱ ویډیوګانې د اتومات پېژندنې ټېکنالوژۍ له لارې ړنګې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...