تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۳۰مه) د حیرتان په بندر کې طالب مسوولانو ویلي چې، د روان لمریز کال له پيله تر دې دمه څه باندې ۲ میلیون ټنه توکي هېواد ته داخل شوي دي.
مسوولانو ویلي چې، دغه راز په یاده موده کې یې له یو لک ټن څخه زیات صادرات شوي دي.
د حیرتان بندر د شرکت مشر، المولوي بسمالله مزاري نن(سهشنبه) زیاته کړه، چې یوازې په تیرو دریو میاشتو کې، نږدې یو میلیون ټنه واردات او له شپیته زره ټنو څخه زیات صادرات شوي دي.
د هغه په وینا، نوي احصایې ښیې چې په دې موده کې د وارداتو اندازه د تېرې ربعې په پرتله ۶۲ سلنه زیاته شوې او صادراتو هم ۴۰ سلنه وده تجربه کړې ده.
د یاد بندر مسوولان دا زیاتوالی د ټرانزیټ پروسې ښهوالی، د ګمرکي چارو اسانتیا او د سوداګرۍ زیاتوالي ته منسوبوي.
د یادونې وړ ده چې، د حیرتان بندر، په افغانستان کې د سوداګرۍ یو له مهمو دروازو څخه دی، د خامو موادو، سونګ توکو او اساسي توکو واردولو او همدارنګه د کورنیو محصولاتو صادرولو کې مهم رول لوبوي.
د دې بندر له لارې د سوداګرۍ د حجم زیاتوالی د سوداګریزو فعالیتونو پراختیا او د هېواد په اقتصاد کې د هغې رول په ګوته کوي.