تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۳۰مه) د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې په تېر ۲۰۲۵کال کې د څه باندې ۸۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت تر ۱۰۰زره ټنه ډېره پنبه نړیوالو بازارونو ته صادره شوې ده.
د طالبانو د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، د پنبې د یادې اندازې صاداراتو وزن ۱۰۴زره ټنه ښودل شوی دی.
عبدالسلام جواد زیاتوي چې، د افغانستان پنبه پاکستان، ایران، قزاقستان، ازبکستان، چین، هند، متحده عربي اماراتو، عراق، ترکیې، اسټرالیا او نورو هېوادونو ته صادره شوې ده.
دا خبر بیا داسې مهال خپرېږي چې، په دې وروستیو کې له پاکستان سره هر راز سوداګري بنده شوې ده.
دوه ورځې وړاندې د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي وو چې ، دامهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۹۰زره ټنه پنبه تولید شوې چې، د کورني بازار ترڅنګ نړیوال بازار ته هم صادره شوې ده.
د هلمند مسوولانو زیاته کړې وه، له پاکستان سره د سوداګرۍ تر بندېدو وروسته د افغانستان د پنبې صادراتو نړیوالو بازارونو ته لار موندلې.
دوی ویلي وو چې، د هلمند پنبه اوس د پاکستان پر ځای ترکیې، بنګلهدېش او ایران ته صادرېږي.