پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهتر اسټرالیا وروسته؛ برېتانیا هم ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارونې منع...

تر اسټرالیا وروسته؛ برېتانیا هم ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارونې منع کوي

تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۳۰مه) د برېتانیا حکومت هم په یوه تازه پرېکړه کې ویلي، چې د دغه هېواد پر ماشومانو د ټولنیزو رسنیو کارونې د بندیز په اړه غور کېږي او ښايي ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارونې منع شي.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې، بریټانیا په دې اړه نظرونه څېړلي، چې له مخې به یې په ښوونځیو کې هم د زده‌کوونکو له لوري د مبایل کارونې په اړه ځینې سپارښتنې وشي.

دا ګام وروسته له هغه اخیستل کېږي چې، څه موده وړاندې استرالیا هم له ۱۶ کلنۍ کم‌عمره ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارونې منع کړي وو.

استرالیا ویلي وو چې ټولنیزې رسنۍ د ځوانانو رواني روغتیا ته زیان رسوي او له حقیقي ټولنیز ژوند څخه لاس پر سر کېږي.

استرالیا د هغه اقدام یو بل لامل د شخصي معلوماتو خوندیتوب ښودلی و او ویلي یې وو چې ماشومان ډېر ځله دا درک نه لري چې شخصي معلومات خوندي کړي.

د دې اقدام په عملي کېدو استرالیا کابو ۴ نیم میلیونه د ماشومانو حسابونه پر خواله رسنیو له منځه یوړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...