Homeخبرونهګوګل په جي مېل کې لوی بدلون راووړ

ګوګل په جي مېل کې لوی بدلون راووړ

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدې ۳۰ مه) ګوګل د جي‌میل کاروونکو لپاره یو مهم او تاریخي اپډېټ معرفي کړی، چې پر اساس به یې کاروونکي په لومړي ځل خپل اصلي جي‌میل برېښنالیک پته بدلولی شي. دا فیچر د جي‌میل په شل کلن تاریخ کې لومړی ځل وړاندې کېږي.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، د نوي اپډېټ له مخې کاروونکو ته اجازه ورکول کېږي چې په هر ۱۲ میاشتو کې یو ځل د خپل اصلي جي‌میل پته بدله کړي، خو په مجموع کې به یوازې درې ځله د بدلون اجازه ولري. د دې اقدام موخه دا ده چې کاروونکو ته پر خپلې ډیجیټلي پېژندنې ډېر کنټرول ورکړل شي.

ګوګل وایي دا اپډېټ د عصري مصنوعي ځیرکتیا (AI) پر بنسټ د یوه پراخ پلان برخه ده، چې پکې له تصویرونو، جي‌میل او نورو خدماتو سره د «جېمینای AI» ژور یوځای کېدل شامل دي.

د سایبري امنیت کارپوهان وایي دا فیچر کولی شي د انلاین خوندیتوب په ښه کېدو کې مرسته وکړي. د نوې برېښنالیک پتې په کارولو سره، کاروونکي کولی شي مهم حسابونه (اکاونټونه) ورسره وتړي، چې له امله یې غیر ضروري پیغامونه، د بازارموندنې ډیټابېسونه او له پخوانۍ پتې سره تړلي د معلوماتو د افشا کېدو خطرونه کمېږي.

متخصصان وایي پخوانی برېښنالیک ادرس د هغو خدماتو لپاره کارول کېدای شي چې لږ کار ترې اخیستل کېږي، او د جي‌میل د فلټرونو له لارې راتلونکي پیغامونه هم په اغېزمن ډول تنظیم کېدای شي.

که څه هم ګوګل د سپم پر ضد قوي سیستمونه لري، خو متخصصانو کاروونکو ته د احتیاط سپارښتنه کړې، ځکه هېڅ سیستم سل په سلو کې خوندي نه وي.

ګوګل چې د الفابیټ شرکت ملکیت دی، تایید کړې چې دا فیچر به په تدریجي ډول کاروونکو ته فعال شي، نو که دا اسانتیا دا مهال د کوم کاروونکي لپاره موجوده نه وي، ډېر امکان شته چې په نژدې راتلونکي کې به د هغه حساب (اکاونټ) ته هم اضافه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...