یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهټرمپ، د چین مصنوعي ذهانت د خطر رنګ وباله، د امریکا یوه...

ټرمپ، د چین مصنوعي ذهانت د خطر رنګ وباله، د امریکا یوه شرکت په یوه ورځ ۶۰۰ میلیارد ډالره وبایلل

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۹ مه) په چین کې د جوړ شوي مصنوعي ذهانت (AI) وسیلې له راوتلو او هغې ته د خلکو د پام له اوښتو سره د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو د ونډو بازار سخت ګوزار وخوړ. په همدې حال کې د متحدو ایالتونو ولسمشر د دې چینایي وسیلې د ارزانوالي ستاینه وکړه او ویې ویل چې د “ډیپ‌سیک” عامېدا باید د امریکایي شرکتونو لپاره د «تیارسی» زنګ وي.

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ماښام (د سلواغې ۸مه) وویل چې یوه چینایي شرکت دا مصنوعي ځیرکتیا ډېر ژر او خورا ارزانه وړاندې کړې ده.

ده زیاته کړه: «دا ښه خبره ده، که دا ریښتیا وي، نو زه یې مثبت ګڼم.»

ټرمپ، چې د جمهوري‌پالو د استازو جرګې د غړیو په منځ کې خبرې کولې، وویل :«د ډیپ‌سیک پر جوړولو ډېر کم لګښت، که دا ریښتیا وي، هېڅوک په دقیق ډول نه پوهیږي، یو مثبت ټکی دی.»

ټرمپ همداراز وویل چې د یوه چینایي شرکت له خوا د ډیپ‌سیک خپرېدل «باید زموږ لپاره د خطر زنګ وي، او موږ باید په سیالۍ کې د بریا لپاره پوره تمرکز وکړو.» دغه چینایي شرکت، چې تازه تاسیس شوی دی، تېره اوونۍ د خپل اپلیکیشن او د مصنوعي ځیرکتیا همکار وړیا نسخه وړاندې کړه او ادعا یې وکړه چې د هغه پر جوړولو یې شاوخوا ۵.۶ میلیون ډالره لګولي دي.

د امریکا د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو له خوا د مصنوعي ځیرکتیا د همکارانو تولیدي لګښتونه تر دې وړاندې له ۱۰۰ میلیون څخه تر یو میلیارد ډالرو پورې اټکل شوي وو.

د ونډو په بازار کې زلزله

د چینایي شرکت ډیپ‌سیک له خوا د مصنوعي ځیرکتیا د همکار د وړیا نسخې له راوتلو او د هغه د جوړولو د لګښت په اړه د دې شرکت له ادعا وروسته د نړۍ د ونډو بازارونو سخت ټکان وخوړ او د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو ونډې ډېرې راولوېدې.

د امریکا نَزدَک، چې تر ډېره د ټکنالوژۍ د شرکتونو په ونډو پورې تړلی، د دوشنبې په ورځ شاوخوا درې نیم سلنه ښکته راغی، چې دا د نزدک لپاره په تېرو دوو کلونو کې درېیمه ترټولو بده ورځ وه.

د انویدیا، د چيپ جوړولو لوی شرکت، ونډې هم شاوخوا ۱۷ سلنه ښکته شوې او په یوه ورځ کې یې ۶۰۰ میلیارد ډالره زیان وکړ چې دا د امریکا د ونډو په بازار (وال سټریټ) کې په یوه ورځ د ونډو د ارزښت د کمېدو یو نوی ریکارډ دی.

برادکام، چې د چيپ جوړولو بل شرکت دی، هم شاوخوا ۱۸ سلنه د خپلې ونډې ارزښت له لاسه ورکړ.

د مایکروسافټ، چې د چټ‌جي‌پي‌ټي اصلي ملاتړ کوونکی دی، د ونډو ارزښت ۲.۵ سلنه او د ګوګل د اصلي شرکت، الفابت، د ونډو ارزښت تر څلور سلنې ډېر ولوېد.

په ډیټا سنټر پورې اړوند شرکتونه هم له سختو زیانونو سره مخامخ شول، او ډیجیټل ریالیتي شرکت د خپلې ونډې ۹ سلنه له لاسه ورکړه.

د ونډو په بازارونو کې زلزله له آسیایي بازارونو څخه پیل شوه، چې پکې د جاپان د سافټ‌بانک ډلې ونډې شاوخوا ۸.۳ سلنه ښکته شوې؛ ورپسې دا زلزله د اروپا او بیا د متحدو ایالتونو د ونډو په بازار کې خپره شوه.

د ټکنالوژۍ د دې لویو شرکتونو د ونډو ارزښت په داسي حال کې راولوېد چې ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا په زیربناوو کې د ۵۰۰ میلیارد ډالرو پانګونې اعلان کړی و او دې اعلان د دې برخې د ونډو ارزښت لوړ کړی و.

1 COMMENT

  1. تنها مصنوعی ذهانت د امریکا او غربی نړی لپاره د خطرزنګ نده بله دا چې بریکس سازمان چې کله خپل ځانونه لپاره د ډالر په وړاندې بریکس کرنسی (پولی واحد) بازار ته راوباسی نو بیا دا بل ډول د امریکا سر وګرځوی نو بیاموږ افغانان کولای شو د امریکا د اقتصادی فشار څخه هم خلاص شو. نو ځکه ټرمپ کوښښ کوی چې مسکو سره خپلې اړیکی بیرته ترمیم کړی لکه څنګه چې سوریه کې روسانو شاتګ وکړ همداسې به امریکایان شاتګ وکړی اروپا او برتانیی ته به یې پریږدی نو امکان شته امریکا له ناټو له مصارفو هم ځان خلاص کړی او اروپا او برتانیی ته سرخوږی زیات شي اوبل د اکراین د جنګ سمبالول هم اروپا او برتانیی ته پریږدی نو روسانو ته به وښایی چې زه (امریکا) له روسیی سره کار نلرم تاسو پوهیږی اروپا او برتانیی ، کیدای شي په اروپایی هیوادونو که جرمنی او فرانسه له اقتصادی ستونزو سره لاس او ګریوان شي ځکه جرمنی (المان) د لومړنۍ او دوهمی نړیوالي جګړی ضد او تربګنی له روسیی سره پالی او فرانسی سره نږدی هیوادونه کوښښ کوی له روسانو سره نږدی اړیکی جوړی کړی چې دا د فرانسی او په کل کې اروپا لپاره سرخوږی ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...