پنجشنبه, جنوري 30, 2025
Home+د ډیپ‌سیک په اړه څه پوهیږو؟

د ډیپ‌سیک په اړه څه پوهیږو؟

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۹ مه) ډیپ‌سیک شرکت په ۲۰۲۳ کال په چین کې د لیانګ ون‌فنګ په نوم د ۴۰ کلن انجنیر له خوا تاسیس شو.

د دې شرکت د مصنوعي ځیرکتیا د وسیلو دوې وړیا نسخې یا ورژنونه، چې «آر-۱» او «ئي-۳» نومېږي، په دې وروستیو کې د متحدو ایالتونو لپاره د ډاونلوډ په موخه وړاندې شوې او ګڼ شمېر خلکو ډاونلوډ کړي دي.

د چټ‌باټ آرنا د معلوماتو پر اساس، چې د برکلي پوهنتون له خوا اداره کېږي، د مصنوعي ځیرکتیا دا دواړه چینایي اپلیکیشنونه دا مهال په امریکا کې په لسو ډېرو ډاونلوډ شویو اپلیکیشنونو کې شامل دي.

چینایي شرکت چې ډیپ‌سیک یې جوړ کړی او په هوانګژو کې مېشت دی، تېره میاشت یوه مقاله خپره کړه چې پکې یې ادعا کړې وه چې د دې مصنوعي ځیرکتیا همکار د جوړولو لپاره له شپږ میلیون ډالرو څخه په لږه پانګونه او د انویدیا شرکت د H800 چیپونو د محاسبوي ځواک په کارولو یې دا پرمختګ کړی دی.

دا لګښت تر هغه څه لس چنده لږ دی چې امریکایي شرکت میټا د خپلې نوې مصنوعي ذځیرکتیا ټکنالوژۍ د جوړولو لپاره مصرف کړي دي.

د دې مصنوعي ځیرکتیا د همکار سافټویر انټرفیس اوس مهال له خپلو سیالانو څخه مخکې په اپ‌سټور کې، چې د اپل شرکت اړوند د سافټویر وېشلو پلاتفورم دی، د ډېرو ډاونلوډونو په جدول کې لومړی ځای نیولی دی.

ډیپ‌سیک شرکت ادعا کوي چې د دوی د مصنوعي ځیرکتیا وسیلې په ریاضي، عمومي معلوماتو، او پوښتنو او ځوابونو کې د خپلو مشهورو سیالانو په حد کې دي او په ځینو مواردو کې تر هغو ښه هم دي.

ډیپ‌سیک همداراز وایي چې د خپلې مصنوعي ځیرکتیا په تولید کې یې له ارزانه چيپونو او لږ معلوماتو (ډیټا) څخه استفاده کړې ده.

په وروستیو کلونو کې، امریکا د چین د ټکنالوژۍ د چټک پرمختګ په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره، چین ته د پرمختللو چيپونو صادرات، چې په مصنوعي ځیرکتیا کې کارول کېږي، سخت محدود کړي دي.

په تېرو ۱۸ میاشتو کې د مصنوعي ځیرکتیا صنعت د پام وړ وده کړې او دې برخې د زیاتو پانګونو د جلبولو ترڅنګ د اړوندو شرکتونو د ونډو ارزښت په بې‌ساري ډول لوړ کړی و خو تېره شپه (دوشنبهو د جنورۍ ۲۰) د چین د مصنوعي ځیرکتیا د اپلیکېشن تر اغېز لاندې په کمساري ډول د امریکا، اروپا او جاپان ونډې ولوېدې.

تر ټولو ډېر تاوان د امریکا ونډو وکړ. د امریکا د چیپ جوړولو (انویډیا) شرکت ۶۰۰ میلیارد ډالره زیان وکړ چې دا په یوه ورځ دومره زیان یو ریکارډ دی.

ډیپ سیک شرکت

ډیپ‌سیک یو خصوصي چینایي شرکت دی چې د ۲۰۲۳ کال د جولای په میاشت کې د لیانګ ون‌فنګ له خوا تاسیس شوی. ون‌فنګ د چین د غوره پوهنتونونو له ډلې، د ژجیانګ پوهنتون فارغ‌التحصیل دی.

ون‌فنګ، چې مخکې یې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د پانګونې په برخه کې کار کاوه، د انویدیا شرکت د A100 ماډل چیپونو یوه لویه کڅوړه اخیستې وه. دا چیپونه، چې اوس یې چین ته صادرات منع شوي، د ډیپ‌سیک د محاسبوي ځواک بنسټ جوړ شو.

دې چینایي سټارټ‌اپ ویلي چې د دې وروستي دوه ماډلونه د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د امریکایي شرکتونو میټا او اوپن‌اِی‌آی د پرمختللو ماډلونو په کچه دي، خو د هغوی په پرتله ډېر ارزانه دي.

د ډیپ‌سیک په رسمي وی‌چټ حساب کې د خپور شوي پوسټ له مخې، د دې شرکت وروستی ماډل د اوپن‌اِی‌آی د او وان ماډل په پرتله له ۲۰ څخه تر ۵۰ چنده ارزانه دی.

سره له دې، ځینې څارونکي د دې چینایي شرکت ادعاوو ته پد شک په سترګه ګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب