تاند【سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۹مه】په اسلام اباد کې د طالبانو پخوانی سفیر، عبدالسلام ضعیف د طالبانو پر مشرتابه غږ کړی، چې د نجونو د زده کړو د پیل لپاره دې د علماو غونډه را و بولي، څو دغه ځنډ او خنډ ختم شي.
نوموړي ویلي، د نجونو د زده کړو د خنډ ختمول د ټولو په خیر ده.
د طالبانو دغه پخوانی چارواکی وايي، د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې چې د بشري حقونو په نوم کوم سیاسي ګوزار پر نظام کیږي، هغه پر بشري وضعیت مثبت اغېز نه کوي، بلکې بشري ناورین به لا زیات کړي.
ضعیف په خپل اېکس پاڼه پر نړۍوالې محکمې غږ کړی، چې د چا د سیاسي موخو ښکار نه شي او خپل بې پرېوالی وساتي.
نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې څه کم څلور کاله کېږي، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د نجونو تعلیم بند کړی دی.
دتعلیم او تربیې بندیز له عام وژنو ، مسلمان دمسرمان لپاره تلاشی کولو ، ځورولو، کرکه او تعصب بد تر اوخلاف ددین ، مذهب اوفقهې دی . مسئولان دغه جواز په شرع کې عام ولس ته ولې نشی څرګندولی ؟
دبسوګۍ واده یې ورڅخه جوړکړی . شرم دی چې یو خبریال یې کورنۍ معامله بولی !1