تاند【سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۹مه】د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک خبر ورکړی چې سبا چهارشنبه د داوطلبۍ له لارې ۲۷ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي.
یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافیو او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتنه کړې، چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینه زیاتوي، چې د افغانیو ثبات هڅو په دوام یې وړمه ورځ هم ۲۵ میلیونه ډالر لیلام کړي وو.
یاده دې وي، چې د افغانستان بانک د افغانیو ارزښت ساتل خپل لومړیتوب بولي او د ګټورو لارو چارو په وسیله توانېدلي چې د افغانیو ارزښت وساتي.
د افغانیو او ډالرو ترمنځ د نرخونو مسلې په دې وروستیو کې عام افغانان سخت اندېښمن کړي دي.
عام افغانان د افغانیو د ارزښت ساتلو ترڅنګ له طالبانو غواړي، چې د خوراکي توکو بیې هم کنټرول کړي.
د کابل اوسېدونکی اجمل وایي، له کله نه چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو نرخ لوړ شوي، ورسره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي، چې د هر توکي په بیه کې تر ۳۰۰ لوړوالی راغلی دی.
د شګو بندونه د سیلاب مخه نشی نیولې.
هغه اساسی کارونه چی د یو هیواد د کرنسی د استحکام لپاره مهم دي تر اوسه ندی ترسره شوي او نه د تالبانو د لمړیتوبونو څخه دي.
تالبی ملایان لا د خپلو خیټو د مړولو او د خوټو د سړولو نه نه وزګاریږي او همدغه پروسي ته به دوام ورکوي.