تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۱ مه) د جرمني د پارلمان (بونډستاګ) تحقیقاتي کمیسیون په افغانستان کې د جرمني د پوځ د ۲۰ کلن ماموریت د څېړلو په اړه په خپل وروستي راپور کې ویلي چې که څه هم په کابل کې د جرمني د سفارت د بیا پرانستلو اړتیا نشته، خو دا مهمه ده چې برلین باید له خپل پرسونل سره په صحنه کې حضور ولري.
د دې کمیسیون مشر میشایل مولر، ویلي چې د افغانستان اوسنی وضعیت غمیز دی. هغه له طالبانو سره د تعامل پر اړتیا ټینګار کړی، خو ویلي یې دي چې دا تعامل باید له دې ډلې سره د همکارۍ مانا ونه لري.
د جرمني د پارلمان د تحقیقاتي کمیسیون مشر له طالبانو سره د تعامل د ستونزو په اړه ویلي: «له طالبانو سره له خبرو اترو پرته بله لاره نشته، خو البته، موږ نه غواړو چې له دې رژیم سره همکار شو.»
د جرمني د پارلمان تحقیقاتي کمیسیون د ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې د طالبانو لاس ته د کابل د لوېدو پر مهال د جرمني د پوځ او افغان ځواکونو د چټک او ګډوډ وتلو په اړه تحقیقات کوي.
د دغه هیواد پخوانۍ صدراعظمه، انګلا میرکل، د دې تحقیقاتي کمیسیون وروستۍ شاهده وه چې د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې یې شهادت ورکړ.
مېرمن میرکل، چې د مسیحي دیموکرات ګوند غړې ده، د افغانستان په ماموریت کې جدي تېروتنو ته اشاره وکړه.
هغې وویل چې په افغانستان کې ماموریت له جدي ستونزو سره مخامخ و، او د دې ماموریت پر پایلو کلتوري او سیاسي تفاوتونو ډېر اغېز درلود.
مېرمن میرکل ټینګار وکړ چې بشردوستانه هڅې باید دوام ومومي، او جرمني باید، حتی د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هم، د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره حضور ولري.
د دې ارزونې له مخې، د جرمني بېلابېلو وزارتونو خپل اقدامات د خپل ځانګړي لیدلوري له مخې پر مخ وړل، خو د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره لازمه همغږي او همکاري نه وه.
د کمیسیون راپور ښیي، سره له دې چې وزارتونو ډېرې هڅې وکړې، خو دا بېربطه طریقه د دې سبب شوه چې د افغانستان د وضعیت عمومي انځور او د هغه مدیریت له لاسه ولاړ شي.
د تحقیقاتي کمیسیون د مشر په وینا، د جرمني د دفاع، پراختیا، بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو جلا کار کول، او د هغوی ترمنځ د کافي اړیکو نشتوالی، په ځانګړي ډول د هغو پړاوونو پر مهال چې چټکو او همغږو پرېکړو ته اړتیا وه، ډېرې ستونزې را پیدا کړې.
د جرمني تحقیقاتي کمیسیون موندلې چې د دغه هیواد د حکومت په کچه هم د سیاستونو د یووالي او بحرانونو ته د ځواب ویلو لپاره لازمه همغږي نه وه.
کمیسیون په خپلو څېړنو کې وایي چې دا د اړیکو او همغږۍ ستونزې، چې د پېچلو بحرانونو د مدیریت پر مهال را پیدا شوې، د دې لامل شوې چې په افغانستان کې د جرمني ماموریت هغه پایلې ونه لري چې تمه ورته کېده.