جمعه, جنوري 31, 2025
Homeخبرونهشاپور ځدراڼ؛ له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

شاپور ځدراڼ؛ له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

تاند【پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۱مه】د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسي چټک توپ اچوونکي نن پنجشنبه د سلواغې په ۱۱مه له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

ښاغلي ځدراڼ په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دا پرېکړه ورته سخته وه، خو زیاتوي د هر لوبغاړي په ژوند کې دا ورځ راتلونکې ده.

ځدراڼ لیکلي: “زه، له ۲۲ کلونو خدمت، قربانۍ، او مینې وروسته، د افغانستان له نړېوال کرېکټ څخه استعفا اعلانوم.دا یوه ډېره سخته پرېکړه وه، ځکه چې کرېکټ زما ژوند، زما شوق، او زما هویت و.”

هغه زیاتوي:”له ماشومتوبه مې د افغانستان لپاره د لوبېدو خوبونه لیدل، او نن چې شا ته ګورم، ویاړم چې د خپل هېواد نوم مې د نورو ملګرو سره یو ځای د نړۍ په کرېکټ کې پورته کړی دی.ما د افغانستان کرېکټ د سختو ورځو له سفره پیل وکړ، له بې‌وسۍ، محدودو امکاناتو او ګڼو ستونزو سره مې مبارزه وکړه، خو هیڅکله مې باور له لاسه ورنه‌کړ.”

هغه د خپلو مینه والو د مننې ترڅنګ ویلي، که څه هم له نړېوال کرېکټ سره مخه ښه کوي، خو د کرېکټ پرمختګ ته به کار کوي.

شاپور ځدراڼ د خپل کرېکټ په ۲۲ کلن مزل کې د افغانستان لپاره

۴۴ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ټولې په کې ۴۳ لوبغاړي اوټ کړي دي.

۳۶ نړیوالې شل اوریزو لوبې یې کړي او ۳۷ لوبغاړي یې اوټ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب